لاس رسیدونکی لینک

پخوانی سفيرحسېن حقاني: وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پاکستان يواځې کوي-


په واشنگټن کې د پاکستان پخوانی سفیر حسین حقاني د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان د وزيراعظم په وینا نيوکې کړی او ویلي یې دي چې اسلام آباد د نړۍ نه د يواځې کیدو په لور روان دی.

ښاغلي حقاني وویل چې هغه د هند او افغانستان په گډون د ټولو هیوادونو سره د پاکستان د ښه اړیکو پلوي دي.

د پاکستان پخواني سفیر په واشنگټن کې د خاقان عباسي خبرې رد کړې او پاکستان یې د سخت دریځو ځاله وبلله چې تندروانو ته یې پناه ورکړې ده.

د پاکستان وزيراعظم خاقان عباسي د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د ملگرو ملتونو د جنرل سېکټري نه وغوښتل چې د کشمیر لپاره یو ځانگړی استازی وټاکي او همداشان د هغو ظلمونو په حقله د نړیوالو پلټنو غوښتنه یې وکړه چې ویل کیږي د هند تر ولقې لاندې کشمیر کې شوي دي.

ښاغلي عباسي هندي پوځیان د هند ضد فعالینو په "وحشیانه" ټکولو تورن کړل. هغه ادعا وکړه چې د نوي ډهلي د اقداماتو په نتیجه کې په سلگونو کشمیریان وژل شوي او یو شمیر یې د معذورۍ سره مخ کړي دي.

خو هندي چارواکو د پاکستان د وزيراعظم دغه دعوې رد کړې او ویلي یې دي چې پاکستان سخت دریځو یاغیانو ته په خپل هیواد کې پناه ورکړې ده.

هندي مقاماتو همداشان پاکستان په دې ملامت کړی چې د هند ضد سخت دریځو ډلو ملاتړ کوي، خو پاکستان دغه ادعا رد کړې ده.

د پاکستان له نظره په افغانستان باندې د هند اغېز:

نیویارک کې د څېړنو ادارې کونسل آن فارن ريلېشنز کې د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي تیره اونۍ په پخله وینا کې همداشان خبرداری ورکړی وو چې په "افغانستان کې د هند سیاسي یا پوځي رول" حالات پیچلي کوي او د ستونزو په حل کې مرسته نه کوي.

د پاکستان وزيراعظم وویل "که دوی [هند] غواړي اقتصادي مرستې وکړي اختیار لري، خو نه، نه غواړو او نه یې منو چې په افغانستان کې د هند د سیاسي او یا پوځي رول اوګورو".

د امریکا صدر ډانلډټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره په خپلې نوې پالیسۍ کې د اسلام اباد د مخالفت سره سره په افغانستان کې د هند د پراخ رول غوښتنه هم کړې ده.

پاکستان تور لگوي چې د هند استخباراتي اداره د افغانستان د امنیتي بنسټونو سره یوځای د پاکستان د اهدافو په ضد بریدونه تابياکوي.

خو کابل او نوی ډهلی د پاکستاني مقاماتو دغه ادعاوې ردوي او وایي چې په افغانستان او هند کې اکثر ترهگري د هغو سخت دریځو کار دی چې په پاکستان کې میشت دي او د هغه هیواد د پوځي استخباراتي ادارې او پوځ له خوا یې ملاتړ کیږي.

دا د امریکا د نوي حکومت له لورې د جنوبي اسیا لپاره د امریکایي او پاکستاني لوړپوړو چارواکو لومړنۍ کتنه ده.

ښاغلي ټرمپ ویلي پاکستان په داسې حال کې چې د امریکا نه په ارباؤ ډالرو مالي مرستې ترلاسه کوي، هغو ترهگرو ډلو ته پناه ورکوي چې په افغانستان کې په امریکایي ځواکونو باندې مرگوني بریدونه کوي.

ددې سره جوخت د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په نیویارک کې د اسیایي ټولنې انجمن ته وویل چې پاکستان د ترهگرۍ پر ضد مبارزه کې او د طالبانو په مخنیوي کې د پوره جدیت نه کار نه اخلي چې خپله خاوره د افغانستان په ضد استعمال له ورنه کړي

د اسیا په انجمن کې له خبرو دوه ورځې وروسته ښاغلي غني د څېړنو ادارې کونسل آن فارن ريلېشنز ته وویل چې د هغه په مشرۍ کې حکومت هڅه وکړه چې د اسلام آباد له مامورينو سره خبرې وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اختلافونه حل شي، خو پاکستان په عمل کې دا ډول اقدام نه مني.

جمهور رئیس غني وویل "پاکستان ته مې لاسونه وړاندې کړل او هغوی مې [پر لاسونو] لاړې تو کړې، ځکه هغوی فکر وکړ چې کولای شي مونږ وپرزوي."

ښاغلي غني ددې ترڅنگ چې پاکستان یې په افغانستان کې د سخت دریځو ډلو په ملاتړ ملامت کړو، ټینگار یې وکړو چې د افغانستان د کړکیچ پای ته رسیدل هم د پاکستان مرستې ته اړتیا لري.

خو پاکستاني مقاماتو په وار وار دغه ډول ادعاوی رد کړي او ویلي یې دي چې دا هیواد د ترهګرو ملاتړی نه دی بلکه پخپله د ترهګرۍ ښکار دی.

ښاغلي غني وویل چې د پاکستاني مشرانو سره خبرو ته تیار دی چې د یوې پراخې مفاهمې له لارې اختلافونه حل شي او په سیمه کې سوله ټینگه شي، ځکه د هغه په وینا د پاکستان سره په سوله په افغانستان کې د طالبانو یاغیگري پای ته رسیږي.

ښاغلي غني ویلي چې اوس پاکستان ته دا فرصت ترلاسه شوی چې د خبرو له لارې مشکلات حل کړي او د تیرو اعمالو له تکرار ډډه وشي. ښاغلي غني وویل "که پاکستان ددې موقې نه گټه وانخلي، فکر کوم سخت تاوان به وگالي."

جمهور رئیس ټرمپ هم ویلي دي چې که اسلام آباد په خپله خاوره د ترهگرو د پناه ځایونو په ضد کوټلي ګامونه وانه خستل نو امريکا به ورته چپ نه پاتې کيږي

XS
SM
MD
LG