لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایډز ناروغۍ مخنیوي په برخه کې پرمختګ شوی خو پیسې کمې دي


داسې ښکاري چې ساینس پوهان د اېچ اېي وي ایډز د ناروغۍ په وړاندي جګړه کې بریالیتوب ته نږدې شویدي خو په پیرس کې ددغې ناروغۍ په اړه په نړیوال کانفرانس کې راټولو شویو پوهانو وویلي چې په روغتیايي ادارو باندې د پیسو له کمېدو سره به ښايي دغه مبارزه ټکنۍ شي.

د اېچ اېي وي پرضد د لومړني درمل له جوړېدو نه درې لسيزې تیریږي او د ننیو درملو په واسطه پدغه وژونکي وایرس د اخته زیاتو کسانو درملنه کیږي.

په پیرس کې د ایډز په اړه جوړ شوي کانفرانس کې ددغې ناروغۍ د نوې درملنې په اړه هیله څرګنده شوه خو د امریکا د حکومت لخوا ددغه پروګرام سره د پیسو د کموالي پرسر اندېښنې هم موجودې وې.

د پیرس ښاروالې اني هېډلګو وايي: ٫٫ زه غواړم تاسو ته یوځل بیا په یاد کړم چې په نړۍ کې د ایډز د ناروغۍ سره د جګړې په ډګر کې اوه میلیارده ډالر اوس هم کم دي. دا هغه پیسې دي چې مونږ یې باید پیدا کړو او د ایډز سره د جګړې په برخه کې يې ولګوو.٬٬

د وروستیو پرمختګونو سره سره د اېچ اېي وي وایرس له درملو سره د مقاومت موندلو له امله اوس هم وژونکې ناروغۍ ګڼل کیږي.

نوي درمل کولای شي دغه وایرس کنټرول کړي خو ددغو درملو ترلاسه کول اسانه نه دي او نه یې هم زیات خلک په اسانۍ رانیولی شي.

د ایډز د ناروغۍ په اړه د نړیوالې ادارې مشرې لینډا ګېل بیکر وايي: ٫٫ مونږ پوهېږو چې مونږ د ۱۹نیم میلیونو کسانو درملنه کوو خو ۱۷ میلیونه نور کسان هم شته چې درملو ته اړتیا لري او مونږ لا اوسه دغه کسان موندلي هم نه دي. زیاتره یې په لویدیځې او مرکزي افریقا، ختیځې اروپا او مرکزي اسیا کې دي چې لا تر اوسه ورته مونږ نه یو رسېدلي او دا یوه ستره اندېښنه ده.٬٬

د ایډز په اړه په پیرس کې پدغې جوړه شوې غونډه کې ډیره خوشبیني هم څرګنده شوه. په ملګروملتونو کې د ایډز سره د مبارزې ادارې ( یوان ایډز) مشر مایکل سیډیب وايي: ٫٫ مونږ اړینو خلکو ته ځان رسوو. مونږ د خلکو ژوند ژغورو. هدف دا نه دی چې یواځې درمل ورکړو بلکه باید د ناروغۍ درملنه وکړو.٬٬

پدغه کانفرانس کې د جنوبي افریقا د هغه لس کلن ماشوم کیسه هم یاده شوه چې د اېچ اېي وي له ویرس سره زېږیدلی وه خو د یوه کال درملنې وروسته اوس دا اته کاله کیږي چې د اېچ اېي وي وایرس نه لري. پدغه کانفرانس کې د اېچ اېي وي پرضد د یوشمیر نویو واکسینو د جوړیدو خبرې هم وشوې او پوهان وايي چې ددغه ویرس لمن به بلاخره ټوله شي. په نړۍ کې د اېچ اېي وي ویرس له امله کابو ۳۵ میلیونه کسان مړه شویدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG