لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ : د مقدسو پاڼو د سپکاوي په تور کې يو کس نيول شوی


څو مظاهره چيانو په دغه ځايې د يو مندر سره نزدې درمسال ته اور هم اچولی دی .
څو مظاهره چيانو په دغه ځايې د يو مندر سره نزدې درمسال ته اور هم اچولی دی .
د پاکستان سندهـ صوبې په لاړکانه سيمه کې د هندو لږکيو سره تعلق لرونکی يو کس د قران پاک د مقدسو پاڼو د سپکاوي په تور کې پوليسو نيولی دی . او نامالومه کسانو بيا په سيمه کې يو درمسال ته اور هم اچولی دی .
د راپورونو ترمخه د سندهـ صوبې د لاړکانې په جناع باغ چوک کې دغه پېښه د خالي په شپه رامنځته شوې ده . د هندو لږکيو سره تعلق لرونکي کس باندې څو کسانو تور پورې کړی چې هغه د قران پاک د پاڼو سپکاوی کړی دی .
د سرچينو ترمخه پوليسو دغه کس نيولی ، او پټ ځايې ته يې منتقل کړی دی .
راپورنه وايې د پېښې د خبر خپرېدو وروسته د مختلفو مذهبي تنظيمونو غړو د دغې تورن کس د کور نه گېره اچولې ، او څو مظاهره چيانو په دغه ځايې د يو مندر سره نزدې درمسال ته اور هم اچولی دی .
د دې ترڅنگ د لاړکانې په مختلفو علاقو کې اړی گړی شوی ، او خلکو د پېښې په ضد مظاهرې پېل کړي دي .
د پوليس چارواکو ترمخه د امنيت ټينگ ساتلو دپاره علاقه کې پوليس او رېنجر ځائې په ځائې کړی شوي دي . د راپورونو ترمخه د پېښې په ضد نن لاړکانه کې کاربنديز شوی او کاروبارونه تړل شوي دي . او د لاړکانې نه علاوه په جعفراباد ، ډېره اله يار ، نصيراباد او اوسته محمد کې هم د پېښې په ضد مظاهرې شوي دي .
د سرچينو ترمخه په ځينو علاقو کې د پوليس او مظاهره چيانو ترمينځ نښتې هم شوي دي ، ولې لاړکانه او نورو سيمو کې د هندو لږکيو په ابادو والا علاقو او مذهبي ځايونو باندې د حفاظت دپاره پوليس ودرول شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG