لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هېلري کلنټن به د کال۲۰۱۶م صدراتي انتخاباتو کې برخه اخلي


clinton announces
clinton announces

د امریکا پخوانۍ خارجه وزیره او لومړۍ مېرمن هېلري کلنټن به د کال ۲۰۱۶م صدراتي انتخاباتو کې برخه اخلي.

مېرمن هېلري کلنټن دغه اعلان د اتوار په ورځ په انټرنېټ په یو ویډیو پېغام کې کړی.

د دغه اعلان وړاندې د مېرمن کلنټن مشیر جان پوډیسټا په یو اي مېل کې د دغه خبر پخلې کړی وؤ.

د پخوانۍ لومړۍ مېرمن د انتخابي مهم ځنو غړو وېلي هغه به ډیر زر د ایووا او نیو هیمپشاېر ایالتونه سفر کوي چرته چې د صدراتي انتخاباتو وړاندې ړومبي یا پراېمري ووټونه ترسره کېږي.

که مېرمن کلنټن د کال ۲۰۱۶م انتخابونه ګټي نو هغه به د امریکا لومړۍ ښځېنه صدره وي.

پخوانې خارجه وزیره به په دوېم ځل په صدارتي انتخاباتو کې برخه اخلي. د دې وړاندې په کال ۲۰۰۸م کې د ډېموکرېټ ګوند لخوا په صدارتي زغل کې برخه اغستې وه. خو د خپل ګوند په پراېمري انتخاباتو کې ېې د صدر اوباما نه ماتې خوړلې وه.

صدر اوباما په انتخاباتو کې د کامیابې وروسته مېرمن کلنټن په خپل ړومبي حکومت کې د خارجه چارو سېکتره ټاکلې وه.

د خالي په ورځ په پاناما کې د امریکا صدر بارک اوباما د مېرمن کلنټن د صدراتي انتخاباتو د خبرونو هرکلې کړی او زیاته کړې ېې ده هغه پوره باور لري چې مېرمن کلنټن به یوه غوره اولس مشره وي.

په امریکا کې شوو ځنو نظر پوښتنو تر مخه ۶۷کلنه هېلري کلنټن دا وختې د ډیموکرېټ ډلې په حمایتیانو کې ډیر شهرت لري. او امکان دی د صدارتي زغل لپاره د خپل ګوند دننه کامیابي ترلاسه کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG