لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت او پوځي قيادت طالبانو سره د خبرو په دوام متفق


غونډه کې د ترهگرۍ د مخ نيوي عزم څرگند کړی شوی دی .
غونډه کې د ترهگرۍ د مخ نيوي عزم څرگند کړی شوی دی .
د وزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ پلازمينه اسلام اباد کې د اعلي کچې يوه غونډه کې پرېکړه شوې ، چې طالبانو سره به د امن خبرو اترو عمل جاري ساتلی شي .
پلازمينه اسلام اباد کې نن د گل په ورځ د وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ کې ترسره شوې دغې غونډه کې د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان ، د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ، د استخباراتي ادارې ائي ايس ائي مشر لفټننټ جنرال ظهيرالاسلام او د وزيراعظم خصوصي صلاح کار طارق فاطمي گډون کړی دی .
غونډه کې د ملک د داخلي او خارجي سلامتۍ ، او د تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتي عمل جائزه اخيستل شوې ده .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه غونډه کې د ترهگرۍ د مخ نيوي عزم څرگند کړی شوی دی .
د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان غونډې ته د طالبانو سره تراوسه پورې د مذاکراتي عمل احوال تېر کړی دی . او وئيلي يې دي د طالبانو مذاکراتي کميټۍ ته وئيل شوي چې د امن خبرو د مقصدي جوړولو دپاره دې يوه ډاگېزه لار وټاکي .
نوموړي وئيلي د مذاکراتو د مقصدي کولو دپاره دا غوره وخت دی ، او زياته کړې يې ده چې د طالبانو مذاکراتي کميټۍ ته په تيره ليدنه کې دا هم وئيل شوي چې د امن خبرو په لړ کې د طالبانو د شورا پوره ايجنډا مخې ته راوړي .
راپورونه وايي د ائي ايس ائي مشر غونډې ته د ترهگرۍ د تازه رامنځته شوؤ پېښو او په دغې لړ کې د ترسره شوؤ پلټنو په اړه احوال تېر کړی ، او وئيلي يې دي چې په دغو پېښو کې ککړ لاسونه به ډير زر په ډاگه کړي .
وزيراعظم نوازشريف د ملکي سلامتۍ او امن يقيني جوړولو په سر د ائي ايس ائي د کردار ستائينه کړې او وئيلي يې دي ټولې ادارې به د ملکي وگړو د مال او ځان د حفاظت دپاره گډې هڅې جاري ساتي .
د حکومت لخوا طالبانو سره د تېر کال راهسې د امن خبرو عمل پيل شوی ، او تراوسه پورې په دغې لړ کې د حکومت او طالبانو لخوا د مذاکراتو دپاره د جوړو کميټو ترمينځ غونډې شوي ، خو نور کوم پرمختگ پکې نه دی ليدل شوی .
د لاقانونه گرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان لخوا د مارچ د مياشتې د لمړۍ نيټې نه د يوې مياشتې او بيا د نورو لسو ورځو د اوربند اعلان شوی وو .
خو د ۴۰ ورځو وروستو بيا ټي ټي پي د اوربند ماتولو اعلان او د مذاکراتو جاري ساتلو يې وئيلي وو .
د ټي ټي پي د اوربند ماتولو وروستو په پېښور او چارسده کې په پوليس بريدونه شوي ، او پلازمينه اسلام اباد کې په سبزۍ منډۍ کې او په کراچۍ کې هم بمي چاؤدنې شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG