لاس رسیدونکی لینک

هلمند : بمي چاؤدنو کې ۹ کسان وژل شوي


د موسي قلعه او نوزاد اولسوالۍ ترمينځ علاقه کې دوه گاډي د بمي چاؤدنو ښکار شوي دي .
د راپورونو ترمخه د افغانستان په هلمند صوبه کې دوه بيلابيلو بمي چاؤدنو کې لږ ترلږه نهه ملکي وگړي وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي . د چاؤدنې يوه پېښه د نوزاد او بله د کجکي په اولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
د هلمند د والي وياند عمرځواک په وينا د موسي قلعه او نوزاد اولسوالۍ ترمينځ علاقه کې دوه گاډي د بمي چاؤدنو ښکار شوي دي .
نوموړي وئيلي د چاؤدنې په نتيجه کې د يوې کورنۍ اووه کسان وژل شوي او اته نور ژوبل شوي دي ، د عمرځواک ترمخه وژل شوؤ کې درې زنانه ، دوه ماشومان او دوه سړي شامل دي .
د ځواک په وينا بمي چاؤدنه کې وژل شوي کسان د کندهار اوسېدونکي وو .
د دغې چاؤدنې پړه چا په سر نه ده اخستې . دوه ورځې وړاندې هم هلمند کې يو بازار کې بمي چاؤدنه شوې وه او په هغې کې پينځه ملکي وگړي وژل شوي وو .
د راپورونو ترمخه د هلمند په يوه بله اولسوالۍ کجکي کې هم د خالي په مازيگر د ماين په چاؤدنه کې د بجلۍ د محکمې دوه کار کوؤنکي وژل شوي دي .
XS
SM
MD
LG