لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کښې موټربمي چاودنه کې۷ تنه مړه او ګن ټپیان شوي: افغان چارواکي


د افغانستان جنوبي هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د موټربم په چاودنه کې د افغان عسکرو او ولسي وګړو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وویلي، د کابل بانک مخې ته د ملي اردو د لومړۍ لیوا ټانک سره برید کوونکي له چاودیدونکو ډک موټرجنګولی چې د چادنې له امله د افغانپوځیانو په ګډون ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند ولایتي شورا غړي کریم اتل وائي، د ملي اردو په سرتیرو موټربم حمله هغه مهال ترسره شوهکله چې دوي له کابل بانګ څخه د معاشونو اخیستلو لپاره راغونډ شوي ول.

کریم اتل زیاته کړه، ملي اردو پر یو قطار چې له کابل بانګ څخه یې خپل معاشونه اخیستل، یو انتحاري موټر برید وکړ چې د تلفاتو شمیر دا محال ۲۳ تنه یادیږي، برید یو شمیر کسان سخت ژوبل کړې هم دي. کریم اتل زیاتوي مړه او ژوبل ټول نظامیان نه دي ، ملکي خلک ، لارویان ،بعضي غریب خلک چې لاسي کراچي او دوکانونه لري په دوي کښې شامل دي.

په ورته وخت کې دهلمند د عامې روغتیا ریاست چارواکو ویلي ، د لښکرګاه مرکزي روغتون ته د موټر بم د چاودنې د ۱۱ تنو د مړو جسدونه او ۲۱ تنه ټپیان ور وړل شوي دي. د دې پیښې مسئولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی .

دا پیښه په داسې حال کې شوې چې تیره ورځ دهلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې دافغان او بهرنیو ځواکونوپه عملیاتو کې ۲۲ تنه وژل شوي او، وسله وال طالبانو پروینا وژل شوي کسان ټولولسي وګړي او.

خو دهلمند والي حیات الله حیات بیا ویلي ، د لومړنیو پلټونو او معلوماتو پربنسټ د سنګین د تیرې ورځې د ګډو ځواکونوپه عملیاتو کې وژل شوي ملکي خلک نه بلکې وسله وال طالبان دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG