لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکمتیار: د وسله والو مخالفینو یوه ډله سوله او بله جګړه غواړي


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له نظره د افغان حکومت وسله وال مخالفین دوه ډوله دي، چې یوه ډله یې جګړې ته اړ ایستل شوې او که په افغانستان کې ورته اوسیدو امکانات برابر شي، سولې ته چمتو دي، خو بله ډله یې بیا یوازې په جګړه ټینګار کوي.

د حزب اسلامي مشر وايي، چې دوییمه ډله اوس د بهرنیو استخباراتو په لاس کې ده او ترهغې چې پرې مالي سرچینې نه وي بندې شوې جګړې ته به دوام ورکړي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې نن په کابل کې په خپل کور کې د بهرنیو رسنیو استازو سره په خبرو کې وویل چې دې په دی کار کوي چې لومړۍ ډله سولې ته وهڅوي.

ښاغلي حکمتیار وویل "ګومان کوم که دلته د دولت لوري کې مناسب او ضروري شرايط برابر شي، شاید ډېر مخالفین د دولت د سولې له بهیر سره یوځای شي. یوه ډله داسې ده چې د هغوی قانع کول ډېر ګران دي. هغوی د پردیو خدمت کې دي. هغوی د جنګ دوام غواړي تر هغو چې د دوی د اکمال بهرنۍ منابع وچې شي".

د حزب اسلامي او دولت د سولې موافقه

ګلبدین حکمتیار وویل چې ځینې بهرني او کورني عوامل هڅې کوي او نغواړي چې د افغان دولت او د حزب اسلامي ترمنځ د سولې معاهده په بشپړه توګه عملي شي.

هغه د دغو عواملو نوم وانخست خو زیاته یې کړه چې همدا عوامل د سولې د شوې موافقې له مخې چې باید د حزب اسلامي بندیان خوشې شوې وای د هغوی د خوشې کیدو مخه نیسي.

ښاغلي حکمتیار وویل چې د سولې د معاهدې وروسته ۱۵۰ د حزب اسلامي غړي نیول شوي دي او دا پداسې حال کې چې ولسمشر غني حکم کړی وو چې د حزب اسلامي د غړیتوب په تور به ددې حزب هیڅ غړی نه نیول کیږي.

ښاغلي حکمتیار وویل "دا زمونږ سره هم سوال دی. زمونږ یوازې پنځوس غړي له زندان خوشې شوي. ځینې کورني او بهرني عوامل داسې دي، چې نغواړي د دولت او حزب اسلامي ترمنځ معاهده په بشپړه توګه عملي شي".

د ټولو ګوندونو د مجمع جوړیدل

ښاغلي حکمتیار پدې خبري کانفرانس کې وویل چې ځینې کړۍ د حزب اسلامي په نوښت د ټولو مطرحو سیاسي ګوندونو او خوځښتونو مجمعې د جوړیدو مانع هم ګرځي، چې دا حزب یې د افغانستان د ستونزې د هواري په موخه جوړیدل غواړي.

د حزب اسلامي مشر وویل په ترکي کې د جنرال دوستم، عطاء محمد نور او حاجي محقق د نجات په نوم درې ګوني ائتلاف ته هم پدغه مجمع کې د ګډون بلنه ورکړې ده او حزب اسلامي یو پلاوی ټاکلی ترڅو د دغې مجمعې د جوړیدو په اړه له احزابو سره موافقه وروستۍ کړي.

د حزب اسلامي مشر پدې خبري کنفرانس کې وویل چې د روس په ګډون د اکثرو بهرنیو هیوادونو له سفیرانو سره یې کتلي خو یوازې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر سره یې ندي کتلي او که ورسره د لیدلو اړتیا ویني نو حکمتیار ورسره کتلی شي.

ښاغلي حکمتیار وویل چې افغانستان ته د بهرنیو ځواکونو لیږل روان جنګ لا زیاتوي او باید جنګي تګلاره بدله شي.

هغه وویل ناټو په تېرو کلونو کې له هغه ماشین کار واخیست چې پخواني شوروي اتحاد ترې کار اخېستی وو. هغه وویل ناټو هغو حزبونو سره کار وکړ چې د تهران او مسکو پلوي وو.

د افغان حکومت او د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې د تطبیق کمیسیون وایي، چې حکومت هڅه کوي چې د اسلامي حزب سره موافقه په بشپړه توګه عملي کړي.

د دغه کمیسیون ویاند احمد فرزان امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې اسلامي حزب دغه کمیسیون ته د ۴۸۷ بندیانو لیست سپارلی چې پنځوس تنه یې خوشې شوي او د ۱۵۰ نورو پرخوشې کیدو کار روان دی. ښاغلي فرزان د اسلامي حزب د ۱۵۰ نوو غړو د نیولو په اړه بې خبري وښوده.

د وي او ای اشنا په مننه!

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG