لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکمتیار ویلي د افغان حکومت ملاتړ کوي


د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي د افغان حکومت ملاتړ کوي او نه غواړي چې موجوده حکومت دې کمزوری شي.

ښاغلي حکمتیار دغه خبرې په ارګ کې د افغان ولسمشر اشرف غني سره یوځای په یوې غونډه کې کړیدي.

پدغې غونډه کې د حکمتیار د پلویانو ترڅنګ جګ پوړو حکومتی چارواکو، د بهرنیو هیوادونو د سفارتونو استازو او دهیواد سیاسي او جهادي مشرانو ګدون کړی وه.

حکمتیار وویل د افغانستان اساسي قانون یې منلی او له افغان حکومت سره یې ددې لپاره سوله کړې چې په هیواد کې سوله او امنیت راشي.

غوڼدې ته افغان ولسمشر اشرف غني د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې له ولس سره یې د سولې د ټینګښت په برخه کې ژمنه کړې وه چې د سولې له بهیر سره د حکمتیار یوځای کیدل یې یوه ستره لاسته راوړنه ده.

ښاغلي غني وړاندې وویل چې افغانان سولې ته اړتیا لري او افغان حکومت د سولې راوستلو ته ژمن دی او ډاډه دی چې د سولې دغه روان کاروان به وروستي پړاو ته رسېږي.

ګلبدین حکمتیار په نویمې لسیزې کې د افغانستان په کورنیو جګړو کې یو برلاسۍ لوری وه. دده پلویانو د کابل له ختیځ څخه د کابل پرښار په سونو راکټونه توغول چې ګڼو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي امریکا غږ ډیوې ته وویل چې د افغانستان د کورنیو جګړو ټول لوبغاړي د تیرو لسو کالو راهیسې په افغان حکومت کې په لوړو دندو کار کوي.

ښاغلي خروټي وړاندې وویل دا مهال تر هرڅه وړاندې افغانانو ته د سولې اړتیا ده هغه که په هره بیه وي او که د عدلي تعقیب خبره کیږي نو باید توپیري چلند وه نشي او د ټولو په وړاندې یو ډول قانون پلی شي.

نوموړي دا هم وویل چې فردي جرمونه د بخښنې وړ نه دي او د قربانیانو کورنۍ کولای شي نه یواځې د حکمتیار پر وړاندې بلکه په کورنیو جګړو کې د هر ښکیل کس په وړاندې په محکمه کې دوسیه پرانیزي او عدلي تعقیب یې وکړي.

که څه هم د سولې له بهیر سره د حکمتیار یوځای کیدل یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي خو د افغان حکومت ستره مخالفه وسلواله ډله طالبان لا اوس هم د حکومت په وړاندې جګړه کوي.

د پوځي چارو افغاني او امریکايي کارپوهان وايي چې طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې لخوا رامنځته شویدي او د پاکستان د اهدافو لپاره به تر وروستي بریده جګړه کوي.

د افغان حکومت چارواکي وايي چې تر دې مهاله یې له طالب مشرانو سره څو ځله د سولې خبرې کړیدي خو کومې څرګندې مثبتې نتیجې ته سره نه دی رسېدلي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG