د امریکا د طبي ټولنې یا امیرکن میډیکل اسوسیشن لخوا په خپور شوي یو رپورټ کې وېل شوي یواځې په روان کال کې به د زړه او رګونو د ناروغیو له امله ۱۷ میلیونه کسان مړه شي. دغه رپورټ زیاتوي یواځې په امریکا کې په هرو دریو امریکایانو کې یو تن د زړه او د زړه د رګونو د ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
په امریکا کې د ناروغیو د مخنیوي کاري ځواک یا پریوینټیو ټاسک فورس پریکړه کړې چې د زړه د ناروغۍ لپاره خطرناک عوامل او د هغو د مخنیوي په لارو چارو به بیا له سره غور کوي.
د یادې ډلې یو تن غړی ډاکټر ډوګلاس آونز وايي:
( په هغو خطرناکو عواملو کې چې د زړه د ناروغیو سبب کیږي، د وینې لوړ کولیسټرول، د وینې لوړ فشار، سګرت څکول، د شکر یا ډیابیټېس ناروغۍ او لوړ سن شامل دي.)
کورنۍ تاریخچه هم یو فکتور دی. د ناروغۍ د مخنیوي لپاره زیات ډاکټران روزانه د کولیسټرولو د کمونکو درملو یا د سټیټین اخیستل توصیه کوي. آونز وايي:
(سټیټن هغه درمل دی چې په ځګر کې د کولیسټرولو جوړیدل کموي. ددې درمل اغیز په سپک کولیسټرول یا اېل ډي اېل باندې دی چې په اصطلاح د ضررناک کولیسټرول په نامه یادیږي.)
ډاکټران وايي هغه کسان چې عمر یې ۴۰ او یا له ۴۰ کالو څخه لوړ وي او د زړه د ناروغۍ لپاره د خطرناکو فکتورونو سره مخ وي نو باید هره ورځ سټیټین واخلي.
دغه سپارښتنې د امریکا د طبي ټولنې یا امیرکن میډیکل اسوسیشن لخوا په خپور شوي جورنال کې چاپ شوي دي.
دغه څیړنه په شپږو براعظمونو کې د ۲۱ هیوادونو د بیلابیل نژاد لرونکو خلکو باندې شوې ده چې ښځې او سړي دواړه په کې شامل وه.
د هغو کسانو د زړه د حملو او نورو ناروغیو په کچه کې ۲۴ فیصده کموالی راغلی وه چاچه سټیټین د پنځو کلونو لپاره اخیستی وه.
آونز وړاندې وویل:
(د سټیټین ګټه د زړه د حملو، او ددغو حملو له امله د مړینې د شمیر کموالی دی. هغو کسانو ته چې د زړه د ناروغیو له لوړ خطر سره مخ دي د زیان پرځای ورته سټیټین ډیره زیاته ګټه رسوي.)
څیړونکي وايي دا لاسته راوړنه د زړه د ناروغیو په درملنه کې په ټوله نړۍ کې ګټوره ثابته کیدای شي. هغو زړو کسانو ته هرومرو روزانه سټیټین ورکړئ چې د زړه د ناروغیو له خطر لرونکو فکتورونو سره مخامخ دي.
د زړه د ناروغیو څخه مخنیوي یا وقایه تل تر درملنې خورا زیاته ارزانه او ګټوره وي.