لاس رسیدونکی لینک

“He named me Malala” هغه زما نامه ملاله کېښوده


Activist Malala Yousafzai (R) and her father Ziauddin Yousafzai (L) attends the premiere of "He Named Me Malala" at the Ziegfeld Theater in Manhattan, New York, Sept. 24, 2015.

د نوبل سولې جایزه (انعام) ګټونکې پښتنې پېغلې ملاله یوسفزۍ په ژوند جوړ فلم د نن (اکتوبر نهمې) نه په امریکا او د نړۍ ځېنو نورو غوره کړل شوو ښارونو کې په سېنما ګانو ښودل کیږي. دا فلم به ډیره موده اخلي چې دملاله په هیواد-پاکستان ـ کې یې اولس وګوري. خو ددی فلم په برکت به په امریکا او غرب کې په ملینونو خلک د ملاله د هیواد مسلې، په پښتنو باندې تپل شوې تندلاره مفکوره او د پښتنو په سېمه کې د (ملا پلوه ریاست) په اړه ډېر څه وپېژني.

د فلم مرکزي فکر تعلیم دی. خو فلم داسلام په اړه هم د ځېنو هغو مشمشو سپیناوې کوي. چې په غرب کې وجود لري. د فلم ډایرکټرDavid Guggenheim واېي د اسلام په اړه چې ما په خپله ټولنه کې څه اوریدلي وو. هغه ګنګوسی دي. نوموړري دا خبره په څوارلسم سپتمبر په Carnegie endowment for international peaceکې د فلم د نندارې وروسته په یوه مباحثه کې کړې وه.

په فلم کې تعلېمي پیغام:

ملاله او تعلېم- د یو مقصد دوه نومونه دي. د سوات یو طالب هغه ځکه په نښه کړې وه چې د کتاب ویلو او په قلم د لیکلو هڅې یې کولې. هم دغه تعلېمی هثې په ټول فلم کې په څو ډولو کېسو کې ښودل شوي دي. دا کېسه د هغه وخت نه ځلنده ښکاري کله چې د ملاله پلار ضیاالدین یوسفزۍ د ماشومانو لپاره په سوات کې د یو سکول پرانستلو کوشش کوي. نوموړي دغه سکول په ۱۵۰۰۰ روپۍ پرانستې وو. ضیاالدین یوسفزۍ په فلم کې د سکول د استاز، ګلکار، رنګ ساز، او ان تر دي چې د تشناب (باته روم) د پاکولو په کارونو ښودل کېږي. د افریقې کینیا هیواد ته د ملاله یوسفزۍ او د هغې د پلار سفر او هلته بیا یو سکول کې د ماشومانو سره ناسته د تعلیم ارزښت زیاتوي. په سکول کې د ماشومانو نه دا پښتنه چې مور پلار یې تعلېم کړی. او د هغې ځواب په (نا) کې ښاېي نړۍ ته د تعلېم څومره ضرورت دی. د طالبانو لخوا په سوات کې سکولونه په بمونو باندې الوزول، د حکومت خاموشي، او په انګلینډ کې د ملاله د مور تورپېکۍ په ژبه او سسټم نه پوهیدل او بې وسي -هر ځل د تعلیم په ضرورت زور اچوي.

د ملاله فنډ Meighan Stone په (CEIP) کې وېلي وو غواړي“He Named Me Malala”په تعلېمي نړیوال غورځنګ کې ور واړوي. د هغې په ویناملاله فنډ غواړي په ټوله نړۍ کې د دولسو کالو پوری هر چا لپاره ویړیا معیاري تعلیم ممکن کړي؛ د جېنکو تعلیم لپاره غږ پورته کړي او بل دا چې دا د تعلیمي اوزار په توګه وکاروي.

د ښځې برابري او اختیار:

فلم د زاړه پالو ټولنو تر ټولې لویې نیمګړتیا- د ښځو سره امتیازي رویه- باندې څو څو ځله ګزارونه کوي. فلم د میوند د تارېخي ملالې په کېسه شورو کیږي. د ملالې کېسه د فلم کتونکو ته ښاېي د ښځو د ونډې پرته د سړو کامیابي ممکنه نه ده. د ضیاالدین یوسفزۍ لخوا په خپله شجره کې د ځان وروسته، د ملاله نوم لیکل یوه تاریخي شېبه ګڼل کیږي. زاړه پالو ټولنو کې د پلار، زویې، لمسي، یا نېکه نومونه په شجرو کې ښودل کیږي. خو ښځې ورکې نه ښکاري.

په ناېجیریا کې د بوکو حرام لخوا د تښتول شوو جینکو په سر د ملاله یوسفزۍ د ناېجیریا د صدر سره سختې خبرې او دې سره سره سوات د طالبانو د مشر ملا فضل الله په ښځو باندې ظلمونه په ټولنه کې د ښځې اختیار یا بې اختیاري په ښکاره پېغامونو کې ورکوی. فلم ښکاره کوي چې که ښځه بې تعلېمه وي. نو څومره په اسانه هغه د ملا په لټ کې د دواړه پښو نه ګیریدی شي. د ښځو د برابرۍ دغه پېغام ملاله ته د نوبل د سولې انعام ورکولو پورې ځلېږي.

د دواو مفکورو جګړه:

ملاله – ضیاالدین او د هغوي ملګري یو لور ته اوملا فضل الله د کیسې بل مخ، لوستي او نا لوستي، ښځه او سړی، اولس او هیواد، میانه روي او تندلاري؛ سکول او په سکول د بم حملې؛ حکومتي خاموشي او اولسي بې وسي؛ ملا پلوه میډیا او د هغې پرضد یو څه د هیر کړل شوي غږونه – او په تیره بیا د ملاله د ژوند او مرګ کېسه دا هرڅه د فلم کتونکي د ځان سره جوخت نېسي. دواړه مفکورې زوره ورې ښکاري. یوه د جبر، ظلم او پټو قوتونو په زور په سوات ک ځان ته ځایې پیدا کول غواړي. او بله د قلم او د تشې وینا په حساب غواړي سېمه کې سوله او تعلیم عام کړي.

د ملاله کورنۍ او ټوقې ټقالې:

تاسو چې کله هم دا فلم ګورۍ نو یو څو برخې به تاسو خندوي. د ملاله د خپلو ورڼو – اتل خان یوسفزۍ او خوشحال خان یوسفزۍ سره د خور ورور جګړې په هره ټولنه کې د هرې کورنۍ کېسه ده. خوشحال خان او اتل خان دواړه د ملاله نه کشران دي. دواړه ملاله نه یو څه زړه چاودي ښکاري. ملاله او خوشحال د مټ اړولو مقابله کوي. او که تاسو ېې منۍ او که نا- دغه مقابله ملاله ګټي. د جېنۍ یا هلک ملګري په اړه ډایلاګ ښاېي دغه احساسات په هره ټولنه کې د هر تنکي ځوان او پېغلې سره وجود لري. د رور او د خور او د خور د ورور لپاره خبرې دا فلم د نر او ښځې دواړو لپاره د کتو وړ جوړوي.

د فلم ډایرکټر ډیوډ واېي (زما دا کورنۍ ډیره خوښه ده. د دوي نغری زما د نغري په شان دی) هغه واېی ټول وخت هغوي خوشاله وي. د فلم پروډیوسر والټر واېي د ملاله مور تورپېکۍ د ملاله د طاقت چېنه ده. واېي تور پېکۍ د کورنۍ یوه ډیره برخه ده. او زیاتوي څنګه څنګه چې هغه انګریزي زده کوي نو هومره مومره به تورپېکۍ زیاته خوندوره کیږي. نوموړي دا خبره ځنو هغه پوښتنو ته په ځواب کې وېلې چې واېي ولې تور پېکۍ په فلم کې لږ رول لري.

ولې “He Named Me Malala” وګورو؟

د ملاله کېسه د هالي وډ یا د بالي وډ د فرضي کیسې فرضي کردارونه نه دي. دا ریښتونې کېسه، او ریښتوني ښځې او سړي ښاېي . ملاله په ریښتیا په ګولۍ لګي. په ریښتیا د علاج د یوی اوږدې مودې نه تیریږي او هم په ریښتیا د هغو هلو ځلو خلاصه ده چې ملاله او د هغې پلار ترې په سوات کې تیر شوي. د “He Named Me Malala”ستوری یا ستوري لکه د “Frozen”او یا“Inside out” او یا بیا د “Super Man” په شان فرضي جېنکۍ او هلکان نه لري. او نه هم د ملاله فلم د یو جنس لپاره دی. دا د هلک او جېنۍ او د هغوي د مور او پلار ټولو لپاره زړه راښکون لري. او کمال یې دا دې چې د ملاله د هغه ژوند برخه ورته په Animated شکل کې ښاېي کومه چې مونږ او تاسو لېدلې نه ده. د فلم پروډیوسر Walter Parkes واېي ضرورت د ایجاد مور ده او دا ځکه واېی چې د ملاله د کورنۍ ځېنی برخې داسې وې چې د Animation بغیر یې وړاندې کېدل ممکن نه وو. د دغه فلم لنډه شان پېژندګلو تاسو په لاندیني لنک اوریدې شۍ

http://www.voadeewaradio.com/media/video/he-named-me-malala/2829202.html

XS
SM
MD
LG