لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو : دجمعيت علمااسلام(ف) ډلي ځايي مشر په ډزو وژل شوی


هنگو ضلع کې له دې وړاندې هم د هدفي وژنو پېښې رامنځته شوي ، او په ورستيو کې په خېبرپختونخوا صوبه کې په دغه رنگ پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .
هنگو ضلع کې له دې وړاندې هم د هدفي وژنو پېښې رامنځته شوي ، او په ورستيو کې په خېبرپختونخوا صوبه کې په دغه رنگ پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

د خيبرپختونخوا صوبې په هنگو ضلع کې نامالومه وسله والو د سياسي مذهبي ډلې جمعيت علمااسلام (ف) ډلې ځايي مشر مولانا شېرعالم فاروقي په ډزو وژلی دی .

د هنگو ضلعې د پوليس چارواکو په وينا د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې ځايي مشر شېرعالم فاروقي نن د اتوار په ورځ توره غونډۍ علاقه کې د خپل کور نه مدرسې پله تلو ، چې د کور نه بهر پرې نامالومه وسله والو ډزې وکړې ، او هغه په ځايي ژوند د لاسه ورکړو .

د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې د صوبې وياند عبدالجليل د پېښې غندنه کړې ، او وئيلي يي دي ، شېرعالم فاروقي د جامعه حقانيه اکوړه نه علم حاصل کړی ؤ ، او هغه د هنگو ضلعې د جمعيت علمااسلام (ف) ډلې نائب امير ؤ .

هنگو ضلع کې له دې وړاندې هم د هدفي وژنو پېښې رامنځته شوي ، او په ورستيو کې په خېبرپختونخوا صوبه کې په دغه رنگ پېښو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

تېر کال په عامو ټولټاکنو کې په ازاده توگه بريالی شوی د صوبائي اسمبلۍ غړی فريد خان چې وروستو يي په تحريک انصاف ډله کې شموليت کړی ؤ، هغه هم په هنگو کې په هدف کړی شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG