لاس رسیدونکی لینک

هنگو : د ډزو پېښه کې د سرکاري سکول دوه استاذان وژل شوي


د روان کال د فرورۍ د مياشتې په ۱۰م نيټه هم هنگو کې درې استاذان په ډزو وژل شوي وو .
د خيبرپښتونخوا په جنوبي لوئديزې ضلعې هنگو کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د يو سرکاري سکول دوه استاذان وژل شوي دي ، دغه پېښه د هنگو په بهادرگړۍ علاقه کې رامنځته شوې ده .
د پوليس چارواکو په وينا د هنگو ضلعې په بهادرگړي علاقه کې د سرکاري سکول د استاذانو د وژنې پېښه نن د نهې په ورځ په داسې مهال رامنځته شوې چې دواړه استاذان سکول ته روان وو .
د راپورونو ترمخه په استاذانو ډزې کوؤنکې کسان د پېښې د ځايي نه تښتيدلي دي .
د ډي ائي جي کوهاټ وياند فضل نعيم وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته د پېښې په اړه وئيلي ، د نامالومه وسله والو په ډزو کې دوه استاذان چې شميم او لياقت حسين نوميږي وژل شوي دي . او دواړه استاذان چې په گورنمنټ هائي سکول نمر ۱ کې يې ډيوټې وه ، سکول ته په لار وو ، چې ډزې پرې وشوې .
د پوليسو په وينا يو استاذ په ځائي مړ شوی او بل په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی .
راپورونه وايي د پېښې وروستو د سکول ماشومانو احتجاج کړی دی . او پوليس د پېښې ځايي ته رسيدلي او د لټون عمليات يې پيل کړي دي .
ياده دې وي د روان کال د فرورۍ د مياشتې په ۱۰م نيټه هم هنگو کې درې استاذان په ډزو وژل شوي وو .
د خيبرپښتونخوا په جنوب لوئيديز کې پرته ضلع کې وخت په وخت فرقه ايزه پېښې رامنځته کيږي .
د هنگو ضلعې پولې د قبائلي سيمو اورکزۍ ايجنسۍ ، کرمي ايجنسۍ او شمالي وزيرستان سره لگيدلي دي .
XS
SM
MD
LG