لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنگو کې د يوې کورنۍ ۸ غړي وژل شوي


دغه کورنۍ د بره اورکزو ايجنسۍ علي خېلو سيمې څخه کډوال شوې او د هنگو د توپ سرۍ په علاقه کې د کډوالو په کېمپ کې مېشت وه ،
دغه کورنۍ د بره اورکزو ايجنسۍ علي خېلو سيمې څخه کډوال شوې او د هنگو د توپ سرۍ په علاقه کې د کډوالو په کېمپ کې مېشت وه ،

د خېبرپښتونخوا صوبې په جنوبي سيمه هنگو ضلع کې نامالومه وسله والو د يوې کورنۍ د يوې ماشومې او درې زنانوؤ په گډون اته غړي په ډزو وژلي دي . راپورونه وايي د وژل شوې کورنۍ غړي د اورکزو ايجنسۍ کډوال وو.
د هنگو ضلعې د پوليسو په وينا دغه پېښه د کاهي په سيمه کې تېره شپه سحر ته نزدې وخت کې رامنځته شوې ، په يو کور دوه نامالومه وسله وال ورغلي ، او د کور په خلکو يې ناتاره ډزې کړي دي .
د هنگو ضلعې روغتون اېم اېس ډاکټر اعظم وزير وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي روغتون ته اته مړي راوړل شوي ، چې پکې يوه کم عمره ماشومه ، درې زنانه او درې سړي شامل دي . د نوموړي په وينا يوه بله ژوبله زنانه هم روغتون ته راوړل شوې ، او هغه هم په مرگوني حالت کې ده .
سرچينې وايي دغه کورنۍ د بره اورکزو ايجنسۍ علي خېلو سيمې څخه کډوال شوې او د هنگو د توپ سرۍ په علاقه کې د کډوالو په کېمپ کې مېشت وه ، څو ورځې وړاندې په دغه کېمپ بريد شوی ؤ ، او بيا دا کورنۍ د کاهي علاقې ته منتقل شوې او په کرايه يې ځان ته کور نيولی ؤ .
د پوليس افسر گل جمال په وينا د پېښې علت لا نه دی مالوم ، پوليس د نامالومه کسانو په ضد مقدمه درج کړې ، او شپږ شکمن کسان يي هم نيولي دي . پوليس افسر وئيلي د پېښې په اړه نورې پلټنې پېل کړی شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG