لاس رسیدونکی لینک

د سندرغاړي همایون خان تازه البم "ته زما یې"


هنر مند همایون خان د خپل تازه البم " ته زما ېې" په حقله ډیوه ریډیو ته واېي چې د دوه کالو د خوارو زارو نه وروستو یې بازار ته را اُوباسي-

همایون خان واېي په تیرو څو کالو کې د پښتو موسيقۍ صنعت د ترهگرۍ د لاسه ډیر زیاني شوی دی، نه څو ک البم تیارول غواړي او نه یې اخستونکي شته دی- هغه واېي نن سبا په پېښور کې کمپنۍ هم البمونه- نه اخلي ځکه چې اکثره اوریدونکي په انټرنیټ یا غیر قانونه لارو سندرې ویړیا تر لاسه کوي- همایون خان وجه دا ښاېي چې ېو خو اکثره د پښتو سندرغاړو د سندرو کاپي رائټ نه وي او بله دا چې وس په سوشل میډیا یو تن سندره خوره کړي نو بیا یې نور ویړیا اوریدلی شي- همایون خان واېي د هغه البم "ته زما یې" یې کمپنۍ ته مفت ویړیا ورکړیدی خو په تیارولو کې ورسره مالي کومک ملگرو کړیدی-

د پښتو د ټنگ ټکور څیړونکي واېي په افغانستان او پاکستان کې د سندرو صنعت ته ډیر زیان ترهگرو رسولی دی. په سوات او پیښور کې په هنرمندانو ترهگرو گڼې حملې کړي دي او کاروبارونه یې ورته په زور تړلي دي خو څیړونکي واېي بیاهم موسیقي په څه نه څه شکل کې خوښونکو ته رسي

د البم " ته زما ېې" نهه سندرو کې اته همایون خان په خپله ليکلي دي او یو غزل پکې د ارواښاد صاحب شاه صابر دی- موسيقي یې همایون خان ، ایون شفيق او نورو تیاره کړیده-

دالبم " ته زما ېې" په حقله همایون خان د وي او ای ډیوه ریډیو په پروگرام واشنگټن ټو خیبر اخيرنۍ برخه کې د رحمان بونیري د تپوسونو ځوابونه ورکړي دي تاسو یې دلته اوریدلی شئ-

XS
SM
MD
LG