لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى وائي دړکې يې په امنيتي تړون لاسليک ته نه شي مجبورؤلى


A municipal official looks through the window of a residential block, which was damaged by shelling, according to locals, in Donetsk, Ukraine.<br />
&nbsp;
A municipal official looks through the window of a residential block, which was damaged by shelling, according to locals, in Donetsk, Ukraine.<br /> &nbsp;
پيښور- افغان صدر حامد کرزي خپل دا دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې دراتلونکي کال څخه وروستو افغانستان کې دامريکائي پوځيانو دپاتې کيدو لپاره دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون دلاسليک کولو لپاره په هغه زور نۀ شي راوړل کيدى.
ټاکل شوې هند ته دخپل درې ورځني سفر په مهال به حامد کرزى دهند وزيراعظم منموهن سنگهـ اؤ دبهرنو چارو وزير سلمان خورشيد سره ليدنه کوي اؤ امريکا هيله کوي نوى ډيلى به حامد کرزى دسږکال تر اخره په امنيتي تړون لاسليک کولو ته وهڅوي.
يو هندي ټي وي سره خبرو کې حامد کرزي وئيلي دي چې په هغه څوک په هاغه امنيتي تړون دلاسليک کولو لپاره مجبورولى نۀ شي ، کوم چې د٢٠١٤م څخه وروستو افغانستان کې ددولسو زرو امريکائي پوځيانو دموجودگۍ اجازت ورکوي.
صدر کرزي وويل ستغه لهجه به هيڅ پکار رانۀ شي ، مونږ هاغه قام نۀ يو کوم چې په ويرولو پيژندلى شي
حامد کرزي وويل مونږ به په دې هاغه وخت لاسليک کوؤ، کله چې راته محسوس شوه چې دا به امن اؤ تحفظ راوړي
صدر حامد کرزى، چې ټاکل شوې ده راتلونکي کال کې به مستعفي شي، په ابتدائي توگه يې ددغه دوه اړخيز امنيتي تړون تائيد کړى ؤ، خو وروستو يې دريځ خپل کړو چې په دغه تړون به دلاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه راتلونکي کال کې دکيدونکو ټاکنو په نتيجه کې جوړيدونکي حکومت ته کول وي اؤ دنيټو دداسې موجودگۍ په ضد يې خبردارى ورکړى چې مطلب يې يواځې نور بمونه اؤ وژنې وي.
دصدر کرزي دغه دريځ امريکائي چارواکي پريشانه کړي اؤ دحامد کرزي لخوا دسږکال تر اخره په دغه تړون دلاسليک نۀ کولو صورت کې يې افغانستان څخه دټولو پوځيانو راويستو دړکه کړې.
روانه اوونۍ کې دسينيټ ديوې کميټۍ په وړاندې دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکاځانگړي استازي جيمز ډوبنز هيله څرگنده کړې وه چې هند ته دراروان سفر په مهال به نوى ډيلى حامد کرزى په دغه دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کولو ته وهڅوي.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG