لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه کې دپوليسو په مرکز دداعش بريد،٦٠ پوليس عسکر مړه


  سرفراز بګټي ميډيا سره خبرو کې  ويلي  دغه بريد کې درې ترهه ګر  ککړ وؤ، هغوي لمړى  څارنې لپاره  په مينار  ګمارلى  عسکر په ډزو سره وژلى  اؤ له دې وروستو هغوي  تربيتي  مرکز ته داخل شول .
  سرفراز بګټي ميډيا سره خبرو کې  ويلي  دغه بريد کې درې ترهه ګر  ککړ وؤ، هغوي لمړى  څارنې لپاره  په مينار  ګمارلى  عسکر په ډزو سره وژلى  اؤ له دې وروستو هغوي  تربيتي  مرکز ته داخل شول .

تندروه ډلې داعش دپاکستان دبلوچستان ايالت سرښار کويټه کې دپوليسو په مرکز دترسره شوي هاغه ترهه ګريز بريد ذمه واري قبوله کړې چې پکې لږ ترلږه ٦٠ پوليس عسکر وژل شوي او ١٢٠ نور ژوبل شوي دي.

دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان سرښار کويټه کې دپوليسو په تربيتي مرکز شوي ترهه ګريز بريد کېد وژل شووکسانو شميره ٦٠ؤ ته رسيدلې او ١٢٠ کسان په بيلا بيلو روغتونونو کې تر علاج لاندې دي.

دچارواکو وينا ده بريدکوونکي وژل شوي او دتربيتي مرکز په ګډون ټوله سيمه امنيتي ځواکونو دلټونې دعملياتو څخه وروستو دنهې په سحر پاکه ګرځولې ده.

د بلوچستان ایالت داخله وزیر سرفراز بګټي او د ایف سي مشر میجر جنرال شیر افګن څه وخت وړاندی ځاېي میډیا ته وېلي په دغه برید کې د وژل شوو کسانو شمیره سوا کیدی شي. د میډیا سره د خبرو په مهال میجر جنرل شیر افګن زیاته کړی د برید کونکو تعلق د لشګر جنګوي االعالمین سره دی.

سرفراز بګټي ميډيا سره خبرو کې ويلي دغه بريد کې درې ترهه ګر ککړ وؤ، هغوي لمړى څارنې لپاره په مينار ګمارلى عسکر په ډزو سره وژلى اؤ له دې وروستو هغوي تربيتي مرکز ته داخل شول .

دهغه وينا وه يو بريدکوونکى امنيتي ځواکونو وژلى او دوو ځانونه الوځولي دي.

داطلاعاتو ترمخه دغه تربيتي مرکز کې تر ٧٠٠ؤ سوؤ پورې پوليس عسکر موجود وؤ، دبريد په وخت دغه ځايې څخه بچ وتلي يو تن ميډيا ته ويلي دي دشپې دډوډۍ خوړلو څخه وروستو چې کله دهغه ملګرو د اوده کيدو تياري کوله نو نامعلومه کسان دغلته ورداخل شول او هغوي دمرکز دديوال نه په اوړيدو ځانونه بچ کړل.

د رپورټونو تر مخه برید کونکي د پولیسو تربیتي مرکز ته ورننوتلي او ناتاره ډزی ېی کړی، د برید وروستو پاکستاني عسکرو او کمانډوز د دغه ودانۍ د خالي کولو عملیات پیل کړل. دغه عملیات تر پېنځه ساعتو پوری روان وو.

ځاېي خلکود عملیاتو پر مهال په دغه ودانۍ کې درنې چاودنې هم اوریدلي ، دغه ودانې کې د نوی تربیت اخستونکو پولیسو د اوسیدو ځاېې یا هاسټل هم وو.

د چارواکو په وینا د دغه برید په مهال په ودانې کې د ۲۰۰ نه سوا ځوانان موجود وو. د ودانې نه راوتلو ځنو پولیسو او ځوانانو میډیا ته ويلي د حمله کونکو مخونه پټ وو او د ودانۍ دننه راتلو وروستو ېې نا تاره ډزې پیل کړی.

ميجر شيرافګن ويلي دي بريدکوونکي وخت په وخت افغانستان کې دخپلو نورو ملګرو سره تماس کې وؤ.

د پاکستان وزیر اعظم نواز شریف دغه برید غندلی او دغه ېي یو ډرن ګام بللی.

تيرو وختونو کې بلوچستان کې دبيلا بيلو بيلتون خوښو او تندروه ډلو لخوا په امنيتي ځواکونو او حکومتي ودانو بريدونه شوي دي.

دتيرې مياشتې په ديارلسمه نيټه هم دکويټې په سرياب روډ دپوليسو دتربيتي کالج سره نزدې يوه چاودنه شوې وه چې پکې دوه پوليس عسکر وژل شوي او اته نور ژوبل شوي وؤ.

په اتم اګست دکويټې دسول هسپتال څخه بهر شوې چاودنه کې اويا کسان وژل شوي او دسلو څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG