لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونان اینتنز سټاک ایکسچینج پرانستل شوی خو ونډو نرخونه لاندې وو

تیره میاشت یورپین یونین او انټرنیشنل مانیټري فنډ یا ايي ایم ایف سره د قرضې په نوي شرائطو د لوظنامې ورسته، یونان کې د جولائي په ٢٠ مه نیټه بینکونه پرانستلی شول. خو بینکونو نه د پیسو راویستلو دپاره ټاکلی شوی حد اوس هم پرځائې دی او حکومت قرض ورکونکو سره د قرض په شرائط خبرې اترې کوي چې د مالیت اندازه يي ٩۴ اربه ډالره لگول کیږي

د یونان سرښار ایتنز کې سټاک ایکسچینج یا د ونډو بازار د هیواد د اقتصادي کړکیچ په مهال په تیرو پنځه ؤ هفتو کې په وړمبي ځل د گل یا دوشنبې په ورځ پرانستلی شو.

د سټاک ایکسچینج پرانستل کیدو په وړمبو څو شیبو کې د ونډو قیمتونه ٢٣ فیصد لاندې وو.

خو دوه گنټې ورسته قیمتونه اوختل او د نقصان شرح ١٩ فیصد ته راکمه شوه.

د هیواد د قرض د لانجې په مهال حکومت د جون په میاشت کې سټاک ایکسچینج بند کړی او بینکونو نه د پیسو راویستلو دپاره يي حد ټاکلی وو.

تیره میاشت یورپین یونین او انټرنیشنل مانیټري فنډ یا ايي ایم ایف سره د قرضې په نوي شرائطو د لوظنامې ورسته، یونان کې د جولائي په ٢٠ مه نیټه بینکونه پرانستلی شول. خو بینکونو نه د پیسو راویستلو دپاره ټاکلی شوی حد اوس هم پرځائې دی او حکومت قرض ورکونکو سره د قرض په شرائط خبرې اترې کوي چې د مالیت اندازه يي ٩۴ اربه ډالره لگول کیږي.

په تیرو پنځو کلونو کې یونان درې ځله د نړي والو قرض کونکو ادارو او هیوادونو نه پیسې اخیستې دي. د یونان اولس د یو ریفرینډم د لارې د هیواد اقتصادي بدحالي ختمولو دپاره د قرض اخیستلو دپاره ځېنې شرائط رد کړې دي. د یونان زیاتره خلک گڼي چې بچِت دپاره د قرض ورکونو لخوا ځېنې شرائطو په وجه هیواد د معا‍شي بدحالۍ سره مخ شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG