لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یونان کې په هغو پاکستانیانو برید شوی چې میلاد النبي یې لمانځه


په یونان کې د کډوالو یو کېمپ
په یونان کې د کډوالو یو کېمپ

د يونان نه رارسيدلي رپورټونه وايی د دغې پېښې پرمهال د فوټبال شاخوا ۲۰۰ مینوالو په نزدې ۸۰۰ پاکستانيانو باندې ېرغل کړی چې وايي د پیغمبر د زوکړې ورځ یا میاد النبي يې لمانځله.

د مطبوعاتو ترمخه د دواړو خواوو ترمنځ نښته د یکشنبې یا اتوار په ورځ د یونان په سرښار اتنز کې رامنځته شوېده.

امنیتي کسانو د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره له اوښکو بهونکي گېس او ربړي مردکیو څخه کار اخیستی.

د پېښې له ځایه په خپره شوې ویډیو کې څرګندیږي چې د فوټبال مینوال په سړکونو باندې منډې وهي او په اسلامي بیرغونو باندې خیژي او پاکستانیان هم په جګړې سره خپله دفاع کوي.

په یونان کې په زرګونو پاکستانیان ژوند کوي چې اکثره پکې د پاکستان مرکزي پنجاب سره تعلق لري د رپورټونو ترمخه یو شمیر پاکستانیان پکې په کم معاش باندې د کرکروندې روزگارونه کوي. رپورټونه وايي ډیر پکې په یونان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم نه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG