لاس رسیدونکی لینک

یونان سره د کډوالو کشتۍ ډوبیدو له امله گڼ کسان مړه شوي


په جرمني کې چارواکو ویلي د خالي په ورځ ۱۲۲۰۰ کډوال د جرمني میونخ ښار ته رسېدلي او ځاېي چارواکو اندیښنې ښودلي د غه کډوال به د شین اسمان د لاندې شپه کوي ځکه دغلته د دوي لپاره د پناه ځاېې څه انتظام نشته. د اسټریه نه جرمني ته د ریل ګاډي یا اوور ګاډي سروس هم د اتوار د ورځې نه ځنډول شوی

د یونان چارواکو ویلي داتوار په ورځ د غېر قانوني کډوالو د کشتۍ ډوبیدو له امله ۲۸ کسان په اوبو کې ډوبه شوي ده. ځاېي سر چېنو ویلي دغه پېښه د فارماکونېسي جزیرې یا ټاپو سره رامخې ته شوي ده او پکې یو شمیر کسان بچ کړې شوي هم دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې اي او ایم ویلي سږ کال کې یورپ ته تلونکي ۳۰۰۰ غېر قانوني کډوال په بحېره روم کې د سفر په وخت په اوبو کې د ډوبیدو له وجې مړه شوي.

اخوا په یورپي هیواد اسټریه کې پولېسو ویلي د جرمني سره په پوله يي ۴۲ غېر قانوني کډوال د واورې د یو ټرک نه راوېستي څوک چې جرمني ته روان وو. د پولېسو په وینا په دغه پېښه کې ککړ دوه عراقي سمګلران یا قاچاقبر نېول شوي هم دي. په اسټریه کې چارواکي د تیری میاشتې د هغې پېښې وروستو چې په یو ګاډي کې ۷۱ غېر قانوني کډوال په یو ګاډي کې مړه موندل شوي وو د امنېت کچه سخته کړی.

د کډوالو نړیوالې ادارې اي او ایم تر مخه په روان کال کې تر دي دمه د شام او عراق نه ۴۳۰۰۰۰ کډوال په بحېره روم یورپ ته اوختي دي.

په جرمني کې چارواکو ویلي د خالي په ورځ ۱۲۲۰۰ کډوال د جرمني میونخ ښار ته رسېدلي او ځاېي چارواکو اندیښنې ښودلي د غه کډوال به د شین اسمان د لاندې شپه کوي ځکه دغلته د دوي لپاره د پناه ځاېې څه انتظام نشته. د اسټریه نه جرمني ته د ریل ګاډي یا اوور ګاډي سروس هم د اتوار د ورځې نه ځنډول شوی.

XS
SM
MD
LG