لاس رسیدونکی لینک

د حکومت ـ پي ټي ائي او پې ای ټي سره د مذاکراتو دپاره د کميټو اعلان


چودهري نثار وايي ، حکومت به د پي ټي ائي او پي ای ټي ائيني غوښتنې مني .

د مسلم ليگ (ن) ډلې حکومت د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) او پاکستان عوامي تحريک (پي ای ټي) سره د مذاکراتو دپاره د دوه کميټو جوړولو دپاره اعلان وکړو ، او د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان وايي په کميټو کې به د ټولو سياسي ډلو نمائندگي وي .

د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان د اتوار په شپه يوې خبري غونډې ته په وينا کې ووئيل ، چې حکومت پلازمينه اسلام اباد کې د ازادي مارچ او انقلاب مارچ وروستو د پي ټي ائي او پي ای ټي ډلو سره د مذاکراتو پرېکړه کړې ، او د دغې کار دپاره به دوه بيلي بيلي کميټۍ جوړولی شي .

د چودهري نثار په وينا د گل په ورځ به دغه کميټۍ اعلانولی شي ، او په دغو کميټو کې به د حکومتي غړو سره د نورو سياسي ډلو نمائندگان هم شامل وي . نوموړي ووئيل حکومت به د پي ټي ائي او پي ای ټي ائيني غوښتنې مني .

د کورنو چارو مرکزي وزير دغه اعلان په داسې مهال وکړو ، چې د هغه د خبري غونډې نه لږه شيبه وړاندې د پي ټي ائي مشر عمران خان د حکومت په ضد د سول نافرمانۍ د تحريک چلولو ، او د وزيراعظم نوازشريف نه په دوه ورځو کې د مستعفي کېدو غوښتنه وکړه .

د پي ټي ائي مشر گواښ وکړو ، چې که په دوه ورځو کې نوازشريف مستعفي نه شو ، نو سونامي به يې د لاس نه بهر شي ، او پلازمينه اسلام اباد کې به ريډ زون يا حساسه علاقې ننوځي .

بل لور ته د پي ای ټي مشر طاهرالقادري هم د گل د شپې پورې حکومت له ورکړی ، او نزدې د خپلو ۱۵غوښتنو منلو يې ورته وئيلي دي ، چې پکې د وزيراعظم او پنجاب د وزيراعلي د استعفاگانو ورکولو سره د قومي حکومت جوړول دي .

;راپورونه وايي په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډرخورشيد شاه هم په روانو سياسي حالاتو د خبرو اترو او صلاح دپار د گل په ورځ پارليمينټ کې د پارليماني مشرانو غونډه رابللي ده .

XS
SM
MD
LG