لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پنجاب صوبې گورنر چودهري سرور استعفي ورکړه


د پنجاب د گورنرهاؤس وياند وئيلي ، چې گورنر چودهري محمد سرور تېره شپه خپله استعفي صدر ته لېږلې وه .
د پنجاب د گورنرهاؤس وياند وئيلي ، چې گورنر چودهري محمد سرور تېره شپه خپله استعفي صدر ته لېږلې وه .

د پاکستان پنجاب صوبې گورنر چودهري محمد سرور د خپلې چوکۍ څخه استعفي ورکړه ، نوموړی وائي استعفي مې په خپله مرضۍ ورکړې د صدر او وزيراعظم هاؤس نه راته د استعفې ورکولو نه دي وئيل شوي .

د پنجاب د گورنرهاؤس وياند وئيلي ، چې گورنر چودهري محمد سرور تېره شپه خپله استعفي صدر ته لېږلې وه .

راپورونه وايي حکومت د گورنر استعفي منظوره کړې ، او د پنجاب اسمبلۍ سپيکر رانا محمد اقبال د قائم مقام گورنرپنجاب چوکۍ سمبال کړې ده .

چودهري سرور نن د زيارت په ورځ لاهور کې خبري غونډې ته په وينا کې ووئيل ، چې ما ډېرمخکې د استعفې ورکولو پرېکړه کړې وه ، ځکه چې زه د کوم کار دپاره ملک ته راغلی ووم ، په هغې کې کامياب نه شوم چې د خلکو خدمت مې کړی وی .

هغه ووئيل د گورنر په توگه زه د خلکو په مسلو حل کولو کې ناکامه شوم ، او نوموړي په بهر ملک کې د ميشت پاکستانيانو نه معافي وغوښته چې د هغويې دپاره يي هيڅ ونه کړل .

چودهري سرور ووئيل زه په کلکه دا خبره رد کوم ، چې د صدر يا وزيراعظم هاؤس لخوا زما نه استفي غوښتل شوې وه .

د پنجاب گورنر په داسې مهال استعفي ورکړې ، چې نوموړي تېره ورځ يوې دستورې ته په وينا کې وئيلي ؤ، د امريکې د صدر باراک اوباما هند ته راتگ او پاکستان ته نه راتلل د پاکستان په سفارتي کچه ناکامي ده .

چودهري سرور ميډيا سره خبرو کې ووئيل ، چې د وزيراعظم نوازشريف او د پنجاب وزير اعلي شهازشريف سره يې هيڅ اختلافات نشته .

هغه ووئيل ، زه گڼمه چې د پاکستان د خوارې کښې او مظلومه طبقې د حقونو دپاره مبارزه د گورنر د ماڼۍ نه بهر په ښه طريقه ترسره کولی شم ، ځکه مې د گورنرۍ د پرېښودو فېصله کړې ده .

چودهري محمدسرور چې نزدې ۱۸ مياشتې د پنجاب گورنر پاتې شو ، له دې وړاندې هغه په برطانيه کې د پارليمنټ غړی هم پاتې شوی دی ، او د پنجاب د گورنر ټاکل کېدو نه وړاندې نوموړي وئيلي ؤ چې د برطانيي شهريت يې پرېښودی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG