لاس رسیدونکی لینک

ډاکټر عبدالحمید بهیج د ملګرو په مرسته ګوګل ته پښتو ورکړې


Dr Abdul hameed Bahij

ډیرو پښتنو په ګوګل کې د پښتو ژبې د ژباړې هرکلی او ومبارکیانې ورکړې دي خو ډیرو کمو ته پته ده چې ګوګل سره د پښتو په ژباړنه کې چا لاس امداد کړی.

ډاکټر عبدالحمید بهیج په شمار د هغو یو څو پښتنو پوهانو کې دی چې د ګوګل لپاره يې پښتو ژباړلې. نوموړي سره په دغه کار یو شمیر نورو پوهانو هم مرسته کړې. ډاکټر بهیج بلها قاموسونه لیکلي، ځکه خو ورته د پښتو عالم ارواښار ډاکټر راج ولي شاه خټک د (قاموسونو د شهنشاه) لقب ورکړی وو.

ډاکټر بهیج واېي په سیمه کې دا وخت بلې ژبې ته دومره کار نه کیږي څومره چې پښتو ته کیږي او د پښتو راتلونکی ډیر روښانه وېني. ډاکټر بهیج واېي که حکومتونه او یا کومې ادارې پښتو ته کار نه کوي باید انتظار ونه کړو او پخپله مټې اونغاړو او پښتو ته کار وکړو. د نورو زړه پورو خبرو او معلوماتو لپاره د ډاکټر عبدالحمید بهیج مرکه د ډیوه ریډیو د بهروز خان سره پدی خپرونه کې واورۍ.

http://www.voadeewaradio.com/audio/3215595.html

XS
SM
MD
LG