لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غوښه څومره خوړل پکاردي؟


د صحت ماهرین وايي په لوې اختر کې زیاتره خلک د غوښې د خوړلو ارمان رژوي. خو په اخره کې بیا په ورغتون یا کلینک کې پراته وي.

د مردان په باچاخان میډیکل کالج کې ایسوسي اېټ پروفیسر ډاکټر خالد خان وي او ای ډیوه ته وايي د غوښې مناسب مقدار څه نقصان نه کوي خو پکار ده چې زیاته وه نه خوړل شي.

ډاکټر خالد زیاتوي هغه خلک چې د جوړونو مرضونو لري نو هغو له د غوښې خوراک نه ډډه پکار ده، خو که بیا هم څوک زړه نه شي صبرولی نو پکار ده د غوښې د خوراک سره سره ډیرې اوبه څښکي، او په غوښه کې اوږه او سپېرکۍ واچوي چې په هاضمه کې مرسته وکړي.

د ډاکټر خالد خان مرکه .

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:14 0:00

د صحت ماهران وایي اکثره پښتانه د خوراک د سمو عادتونو نه بې خبره وي، خلک هر څه خوري که لږ وي او که ډیر دغه خوراکونه بیا د معدې یو شمیر ناروغو سبب جوړیږي.

پروفیسر ډاکټر امجد خان د وي او ای ډیوه بي بي شیرینه خپرونه کې ویلي د معدې په ناروغیو کې تر ټولو عامه بد هضمي ده. په بدهضمۍ کې معده سوځي چې د معدې د تیزابیت یوه نښه ده او زیات تره خلک ګڼي چې د دوي زړه سوځي. د بدهضمۍ او په معده کې تیزابیت (یا ګیس) یوه لویه وجه د غوښې زیات خوراک دی.

د ډاکټر امجد په وینا په پښتنو کې د معدې دویمه لویه ناروغي د ګیس ده او خلک دغه مسله د خیټې د درد سره تړي او وايي: ٫٫په خیټه مې درد دی.٬٬داسې مریضانو ته د خوړو نه ګهنټه دوه وروستو درد شورو شي. او هغه په نهره چې د معدې کوم دردونه وي هغه د تیزابیت له وجې کیږي.

د معدې تیزابیت ولې کیږي

ډاکټر امجد وایي د تیزابیت ډیر علتونه کیدی شي. معده پخپله هم تیزابیت پیدا کوي ځنې خلکو ته دغه بیماری هم وي. او نورو خلکو ته د تیزابیت مسله د دوایانو او بدو خوراکي عادتونو سره هم کیږي.

زیات تره خلک پخپله دوایانې خوري. د تبې ګولۍ، د دردونو ګولۍ او یا د ډاکټر د مشورې بغیر هم پخپله دوایانې خوري. دغه کار معدې ته زیان رسوي.

د تیزابیت اسان حل ساده خوراکونه دي. کم غوړي، کمه مصالحه په خوارکونو کې کارول، د پیو جوړ شیان لکه ماسته، شوملې او پخپله پۍ یا شوده او تازه سبزیانې زیات خوړل پکار دي. د لیموانو او سرکې استعمال بندول، غټه غوښه کمه استعمالول، که ویشیدلې او یا په سکرو پښه شوي وي نو زیاته ګټه لري.

د معدې ناروغو او د دغومخ نیوي په اړه د ډاکټر امجد مرکه.

please wait

No media source currently available

0:00 0:08:07 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG