لاس رسیدونکی لینک

د نړۍ ۴٥ لکه خلک د جدید دور په غلامۍ کې ښکیل دي


په ازبکستان کې حکومت خپل شهریان په د پومبې فصل شوکولو دپاره په جبري مشقت کې ښکیل کړې دي

د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ۴٥ لکه خلک د جدید دور په غلامۍ کې ژوند کوي او د موجوده دور دا غلامي نه یوازې په پرمخته تلونکي بلکه د امریکا او یورپ په رنگ پرمخته تللي ملکونه هم شامل دي. دا خبره د گلوبل سلیوري انډکس په نوم ادارې د نهې یا سه شنبې په ورځ خپل رپورټ کې کړې ده.

هندوستان او ازبکستان د نړۍ داسې دوه هیودونه دي چرته چې په مکمله توگه په غلامۍ کې د ښکیل خلکو شمیره او په ابادۍ کې يي تناسب تر ټولو زیات دی. په ازبکستان کې حکومت خپل شهریان د پومبې فصل شوکولو دپاره په جبري مشقت کې ښکیل کړې دي.

د شمالي کوریا په ابادۍ کې هم په غلامۍ کې د ښکیل خلکو شرح زیاته ده او په زندانونو کې د خلکو نه خبري مشقت اخیستل کیږي او په زور پرې جنسي کاروبار کولی شي. ددې نه علاوه د شمالي کوریا زنانه په نورو هیوادونو کې په زور ودول کیږي.

لکه د امریکا، یورپ، کینیډا، اسټریلیا او نیوزي لینډ د نړۍ ١٢ شته منو هیوادونو کې هم د غلامي وجود لري. ددې نه علاوه په قطر، سنگاپور، کویت، برونايي، هانگ کانگ، سعودي عرب، بهرین، عمان، جاپان او جنوبي کوریا کې حکومتونو د مالي شته منۍ باوجود هم د غلامۍ د مخنیوي دپاره په ډیر په زړه پورې اقدامات نه دي کړي.

په بیلا بیلو هیوادونو کې د غلامۍ د صورتحال جاج اخیستلو دپاره گلوبل سلیوري انډکس نومې ادارې به دې خبرو ته کتنه کوله چې آیا هلته د خلکو د حقوق تحفظ کیږي او که نا؟ سوله او امن شته او که نا؟ خلک لکه د اوبو، خوراک او د صحت د خیرښیگړې اسانتیاو ته رسايي لري او که نا؟

د ادارې په څیړنه کې ١٦٧ هیوادونو ته کتنه شوي وه چې پکې افغانستان، عراق، لیبیا، صومالیه، شام یا سوریا او یمن هلته د روانو جنگونو په سبب نه وو شامل کړی شوي.

XS
SM
MD
LG