لاس رسیدونکی لینک

افغان ولس مشر اشرف غني د امریکا نوې تګلاره یوه تاریخي پرېکړه بللې


افغان ولس مشر محمد اشرف غني د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ سره په نيويارک کې د ليدو کتو ورسته ويلي د امريکا افغانستان لپاره نوې تګلاره يوه تاريخي پرېکړه ده

صدر اشرف غني د ملاقات ورسته خبريالانو ته دا هم ووېل

چې ولسمشر ټرمپ ته ويلي افغانستان له امریکا څخه سپین چک نه غواړي او افغانستان پوهیږي چې له فساد سره څنګه مبارزه وکړي.

ښاغلي غني امریکایانو ته ډاډ ورکړ چې پوځ به يې په افغانستان کې په جنګي عملیاتو کې برخه نه اخلي بلکې دا عملیات به افغان امنیتي ځواکونه کوي.

صدر ټرمپ بیا د افغان امنیتي ځواکونو حوصله وستاېله او وویل چې هغوې خپله دنده په ښه ډول مخ په وړاندې بوځي

ښاغلي ټرمپ وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ۲۰ ډلې دي چې " مونږ ورته درانه ګوزارونه ورکړي او د هغوې له ماتولو پرته بله لار نه لرو". هغه وویل خوشحاله دی چې ولسمشر غني یې میلمه دی.

دغو دواړو مشرانو د امریکا د نیویارک په ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډو کې سره ولیدل.

صدر ټرمپ څه موده مخکې د جنوبي اېشيا او افغانستان لپاره خپله تګلاره اعلان کړې . په تګلارې کې په پاکستان غږ شوی چې د ترهګرو په ځپلو کې لاس په کار شي.

XS
SM
MD
LG