لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش ١٧ کلن افغان وسله وال د جرمني په ریل گاډې کې خلک په چړو وهلي


د گل په ورځ د جرمني د یویریا ریاست د داخله چارو وزیر ویلي پولیس د ١٧ کلن حمله کونکې د کور نه په لاس جوړ د داعش بیرغ ترلاسه کړی دی
د گل په ورځ د جرمني د یویریا ریاست د داخله چارو وزیر ویلي پولیس د ١٧ کلن حمله کونکې د کور نه په لاس جوړ د داعش بیرغ ترلاسه کړی دی

داعش د جرمني په ریل گاډې کې د هغه حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده چې پکې یو ١٧ کلن افغان په خلکو د چړو او تبر گزارونه کړې دي. حمله کې گڼ شمیر کسان زخمیان شوې دي او حمله کونکی پولیس وژلی دی.

داعش د نهې، سه شنبې، په ورځ د عمیق په نوم د خپلې خبري ادارې لارې د حملې ذمه واري ومنله. بیان وايي حمله کونکی د داعش غړی و او برید يي ددې غږ په جواب کې کړی دی چې د ډلې حمایتیان دې په غربي هیوادونو کې فعالیتونه ترسره کړي.

ددې نه وړاندې هم داعش د گڼ شمیر داسې حملو ذمه واري اخیستې ده چې په حملو کې د ککړو تنانو په څرگنده ډلې سره د تعلق څه شواهد نه دي لیدل شوي. خو په جرمني کې به دداعش دا وړمبۍ حمله وي.

د گل په ورځ د جرمني د یویریا ریاست د داخله چارو وزیر ویلي پولیس د ١٧ کلن حمله کونکې د کور نه په لاس جوړ د داعش بیرغ ترلاسه کړی دی.

د جرمني په ریل گاډې حمله د گل، دوشنبې، په ورځ شوي ده. عیني شاهدینو ویلي حمله کونکې په خلکو د چړې او تبر د گزارونو نه وړاندې د الله اکبر نعرې پورته کړې. د حملې ورسته پولیس وسله وال ووژلو.

په حمله کې د زخمي شوو دوو کسانو حالت مرگونه ښودل کیږي.

د حمله کونکې نوم نه دی څرگند کړی شوی خو هغه دوه کاله وړاندې یوازې جرمني ته رسیدلی و او د پناه دپاره يي خواست کړی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG