لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جرمني ۲۷ افغان پناه غوښتونکي له هېواد څخه وویستل


په یورپ کې ځينې سخت دریځه ډلې هلته د کډوالو د ابادیدو مخالفت کوي
په یورپ کې ځينې سخت دریځه ډلې هلته د کډوالو د ابادیدو مخالفت کوي

جرمني د پنجشنبې یا زیارت په ورځ وویل، د مخالفینو د لاریونو سره سره یې ۲۷ افغان سړي له جرمني څخه وویستل.

د اعلان د جرمني د کورنیو چارو وزارت په خپلې ټویټر پانې باندې کړی.

دوی ویلي چې له یادو کسانو څخه ۱۷ یې جرمونه کړي وه، دوه یې خطرناک ګڼل شوي او اتو کسانو یې د خپلې اصلي پېژندګوۍ له ورکولو څخه ډډه کړې وه.

له جرمني څخه د افغان کډوالو د ویستلو پرضد ددغه هېواد مخالفو سیاستوالو لاریونونه کړي و چې جګړه ځپلی افغانستان اوس هم د پناه غوښتونکو افغانانو لپاره یو خوندي ځای نه دی.

۲۷ واړه افغان پناه غوښتونکي د چهارشنبې ناوخته د فرانکفورټ له هوايي ډګر څخه چېرې چې ددوي د ویستلو پرضد شاخوا ۶۰۰ لاریون کونکي راټول شوي وه، بیرته خپل هېواد ته ولېږدول شول.

د نیوکو سره سره د جرمني د کورنیو چارو وزیر تاماس دي میزیزي په ټنګار سره وویل چې خطرناکه کسان، مجرمان او هغه کسان چې خپلي اصلي پیژندګلوي یې نه ده کړې له جرمني څخه به ویستل کېږي.

جرمني ته له ۲۰۱۵ کال راهیسې تر یو میلیون زیات پناه غوښتونکي ورغلي او له دې مسلې د انګیلا مرکل په حکومت باندې فشارونه زیات کړیدي.

جرمني تېرکال له کابل سره داسې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې هغه افغان پناه غوښتونکي بیرته کابل ته لیږل کېږي کوم د چاچې د پناه غوښتنه نه وي منل شوي.

د جرمني د خبري رسنۍ ډي پې اې د راپور له مخې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د پناه غوښتونکو د ویستلو لپاره ۲۲۲ ټاکل شوې الوتنې کنسل شوې وې ځکه چې پیلوټانو له داسې الوتنو څخه انکار کړی وو.

له دغو ۲۲۲ الوتنو څخه ۸۵ یې د جرمني د هوايي شرکت لوفتانزا او د هغوي د فرعي شرکت ایرو وینګ الوتنې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG