لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حماس ډلې په غزه د خپلې انتظاميي د ختمولو او د انتخاباتو فیصله وکړه


د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس
د فلسطیني ادارې صدر محمود عباس

فلسطیني وسله والې ډلې حماس د اتوار، یکشنبې، په ورځ په غزه کې د خپلې انتظاميي د ختمولو او د عامو انتخاباتو اعلان وکړو. ددې پرمختگ په نتیجه کې به د حماس او د صدر محمود عباس د فتح ډلې ترمنځ د تیرو لسو کلونو رقابت هم ختم شي.

غزه په اقتصادي لحاظ د سختې بدحالۍ ښکار ده او د سیمې وسیدونکي په شوه روز کې فقط څلور گنټې بجلي ترلاسه کوي. حماس وویل د ډلې د فیصلې ورسته به د صدر محمود عباس حکومت د سیمې انتظام په خپلو لاسو کې اخلي.

په غزه د دواړو گوندونو مشترکه حکومت درې کاله وړاندې قایم کړی شوی و خو ددې نه وړاندې یې هلته واک اختیار نه و پرځای شوی.

د حماس اعلان د مصر په سرښار قاهره کې د حماس او فتح استازو د مصر د استخباراتي مامورینو سره د جدا جدا خبرو اترو ورسته شوی دی.

د حماس یو چارواکې حسام بدران وویل تنظیم يې په روغ نیتۍ او د مفاهمت دپاره د صدر محمود عباس غوښتنه ومنله چې دا رنگ د دواړو گوندونو ترمنځ سیاسي جمود ختم شي. هغه وویل غزه کې د حماس انتظامي اداره ختمه کړی شوه او د سیمې د بندوبست واک اختیار حکومت ته وسپارلی شو.

د فتح تنظیم چارواکې محمود العالول وایس اف پیلسټاین ریډیو سره خبرو کې د حماس د فیصلې هرکلی وکړو او وې ویل چې په ځمکه د پرمختگ ورسته به بل گام اخلي. د فتح یو بل مشر اعظم الاحمد وویل په پریکړه د عملدارۍ لپاره به د حماس سره مذاکرات کوي.

اسرائیل د تیرو لسو کالو راهسې د غزه محاصره کړي ده او په ورستي کلونو مصر سره د غزه پوله هم زیاتره بنده وي. تیره میاشت د غزه د دورې په مهال د ملگرو ملتونو مشر اینټونیو گوټیریس د غزه د محاصرې د لرې کیدو غوښته وکړه او وې ویل په اوږدو ډرامایي بشري ستونزو کې شامله شتونره ده.

په ورستۍ میاشتو کې محمود عباس په حماس مالي فشار زیات کړی دی. حماس د کال ٢٠٠٧ راهسې د ٢٠ لکو د ابادۍ په دې سیمه باندې حکومت کړی. هم په دغه کال حماس او د فتح ترمنځ خانه جنگي هم شوي وه. اسرائیل سره دریو جنگونو، په نړي واله کچه تنهايي او په غزه کې په لویه پیمانه بې روزگارۍ حماس کمزوری کړی دی.

د کال ٢٠١١ راهسې د حماس او د فتح ترمنځ د مفاهمت کوښښونه د ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. په کال ٢٠١۴ کې دواړه گوندونه د اتلافي حکومت په جوړولو متفق شول خو په غزه یوازې حماس حکومت چلولو.

د ٨٢ کلن محمود عباس فتح گوند په ویسټ بینگ یا د اردن دریات د غربي غاړې په سیمه حکومت و. محمود عباس د ټاکل شوو څلورو کلونو دورې پرځای په حکومت کې ١٢ کاله پوره کړل خو نظر پوښتنې ښايي هغه په ولس کې مقبولیت نه لري او دا اټکل کیږي چې په ویسټ ببنک او غزه کې به اینده عام انتخابات حماس وگټي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG