لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فټ بال ورلډکپ : جرمني په سيمي فائنل کې برازيل ته ماتې ورکړه


د جرمني ټيم له دې وړاندې درې ځله د فټ بال نړيوال کپ په خپل نوم کړی
د جرمني ټيم له دې وړاندې درې ځله د فټ بال نړيوال کپ په خپل نوم کړی

برازيل کې روان د فټ بال نړيوال کپ په لمړي سيمي فائنل کې د جرمني لوبدلې کوربه برازيل ته په ۷ ـ ۱ گولونو ماتې ورکړه ، او د فټ بال نړيوال کپ ۲۰۱۴م فائنل ته ورسېدو .

د جرمني ټيم د لوبې په لمړي هاف کې د برازيل په ضد ۵ گولونه وکړل ، او د برازيل لوبډله په يو گول کولو کې هم نه وه کاميابه شوې . د لوبې په دوهم هاف کې جرمني دوه گولونه او د لوبې په اخرني وخت کې برازيل يواځې يو گول وکړو .

د کوربه برازيل په لوبډله کې نن د ټيم تکړه لوبغاړی نيمارد ژوبلېدو ، او کپتان تهيا گوسلوا هم لوبه کې برخه نه ده اخستې ، وئيل کيږي د برازيل په لوبه کې د ښه کارکردگۍ نه کولو علت هم په ټيم کې د دغو دوه تکړه لوبغاړو نه شاميليدل ؤ .

د جرمني د لوبډلې کوچ يواخيم لوو د سيمي فائنل نه وړاندې وئيلي ؤ ، چې د برازيل موجوده لوبډله هغه رنگ لوبه نه کوي ، په کومه لوبه چې د برازيل لوبډله په تېروخت کې مشهوره وه . نوموړي د جرمني او برازيل لوبډلو ترمينځ سيمي فائنل مېچ ته جسماني ټکر وئيلی ؤ .

د برازيل لوبډلې چې له دې وړاندې پينځه ځله د فټ بال نړيوال کپ گټلی ، او د جرمني ټيم درې ځله نړيوال کپ په خپل نوم کړی ، دغه دواړه لوبډلې له دې وړاندې د فټ بال په نړيوالو سيالو کې يواځې د کال ۲۰۰۲ په ورلډ کپ يو بل ته مخامخ شوي ، او په هاغه مېچ کې د برازيل ټيم جرمني ته په ۲ـ۰ گولونو ماتې ورکړې وه .

دغه رنگ دواړه ټيمونه د فټ بال په سيالو کې ۲۱ ځله يو بل ته مخامخ شوي ، چې پکې د برازيل لوبډلې ۱۲ ځله بريا ترلاسه کړې ، او جرمني يواځې څلور مېچونه گټلي او پينځه مېچونه بغېر د څه فېصلې سرته رسېدلي .

د دواړو لوبډلو ترمينځ په لوبېدلو ټولو ۲۱ مېچونو کې ټول ۶۳ گولونه شوي ، چې پکې د برازيل لخوا ۳۹ او جرمني لخوا ۲۴ گولونه شوي دي .

د کال ۲۰۱۴م د فټ بال نړيوال کپ کوربه برازيل په خپلو کورنو ميدانونو کې ۴۲ مېچونه کړي ، او کله يې ماتې نه وه خوړلې . دغه رنگ د نړيوال کپ په سيالو کې يې اته ځله په سيمې فائنل مېچونو کې يوه لوبه بائللې وه .

د جرمني ټيم چې د فټ بال نړيوال کپ فائنل مېچ ته ورسېدو ، څلرېشت کاله وړاندې يې ورلډ کپ گټلی ؤ .

برازيل کې روان د فټ بال ورلډ کپ دوهم سيمي فائنل مېچ به د ارجنټائن او هالېنډ د لوبډلو ترمينځ کېږي . او فائنل کې به يې مقابله د جرمني سره وي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG