لاس رسیدونکی لینک

د جي-۲۰ سرمشریزې غونډې په اخرۍ ورځ احتجاجونه روان دي


د نړۍ ۲۰ شتمندو هیوادونو مشران نن د جرمني هیمبرګ ښار کې د سختو احتجاجونو تر څنګ د دوه ورځنۍ غونډې په اخرۍ ورځ خبرې کوي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د غونډې په موقع د برطانیې، انډونیشیا، سنګاپور، جاپان او چين د مشرانو سره ملاقاتونه کړي.په دغه ملاقاتونو کې صدر ډانلډ ټرمپ د مهاجرت او صحت په میدانونو کې د افریقايي هیوادونو سره د مرستو په سر غونډو کې هم برخه اخستې.

نوموړي ژمنه کړې د نړیوال بینک په مرسته به په افریقا کې د ښځو لپاره مالي کاروبارونو پروګرام کې امریکا ۵۰ میلنه ډالره مرستې کوي.

ډانلډ ټرمپ به نن د چین صدر شي ژن پنګ سره هم لیدل کوي چې پکې د شمالي کوریا ایټمي پروګرام تر ټولو مهمه مسله ده. ډانلډ ټرمپ ددې وړاندې څو ځله ویلي د چین سیاسي مشرتابه د ایټمي پروګرام نه شمالي کوریا منع کولو لپاره خپل اثر استعمالولو کې ناکامه شوی.

پرون امریکاي صدر د روس صدر ولادمیر پوټن سره ملاقات کړی وواو د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن ویلي وو ډانلډ ټرمپ د تیر کال امریکې صدارتي انتخاباتو کې د روسي لاس وهنې د تورونو په سر د خبرو په وخت په ولادمیر پوټن څو ځله زور راوړی خو روس په امریکاي انتخاباتو کې د څه قسم لاس وهني نه انکار کړی.

د جرمني په همبرګ ښار کې دغه غونډه په داسې مهال ترسره کیږي چې دغلته امکان دی نن یو لک مظاهرچیان بیا راجمع شي. تیره ورځ هم په دغه ښار کې د مظاهرچیانو او پولیسو تر مینځه انښتو کې تر ۲۰۰ پورې کسان ژوبل شوي وو.

XS
SM
MD
LG