لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس جې ایټ تنظیم نه بې دخله کیدل بې گټې گام بللی


د ایټمي امنیت په هکله دې هیگ، هالینډ، کې کیدونکې د یوې غونډې ترڅنگ امریکا، برطانیه، کینډا، فرانس، جرمني، اټلي او جاپان په مشترکه بیان کې وویل روس سره د جې ایټ کې خپله شرکت ځنډوي تر څو ماسکو خپله تگ لار کې تبدیلې وو نه کړي
د ایټمي امنیت په هکله دې هیگ، هالینډ، کې کیدونکې د یوې غونډې ترڅنگ امریکا، برطانیه، کینډا، فرانس، جرمني، اټلي او جاپان په مشترکه بیان کې وویل روس سره د جې ایټ کې خپله شرکت ځنډوي تر څو ماسکو خپله تگ لار کې تبدیلې وو نه کړي
روس د نړی والو قوتونو د هغه گام غندنه کړې ده چې ترمخه يي د جې ایټ تنظیم نه د ماسکو رکنیت ختم کړی شوی دی. تنظیم اقدام یوکرین کې د روس د لاس وهنې په سر اخېستی دی.
د روس رکنیت ختمیدو ورسته جې ایټ کې اوس په صنعتي توگه اووه پرمخته تللې هیوادونه پاتې شوې دي.
د روس صدر ولادیمیر پوټن ترجمان دمتري پیسکو ویلي د ماسکو خلاف پورته کړی شوی گام بې گټې دی. د دمترې پیسکو د وینا نه یوه ورځ وړاندې د جې سیون یا جې اووه هیوادونو فیصله وکړه چې د جون په میاشت کې به د روس د شرکت نه بغیر خپله غونډه کوي. د جې ایټ غونډه د وړاندې نه روس کې ټاکل شوې وه.
د ایټمي امنیت په هکله دې هیگ، هالینډ، کې کیدونکې د یوې غونډې ترڅنگ امریکا، برطانیه، کینډا، فرانس، جرمني، اټلي او جاپان په مشترکه بیان کې وویل روس سره د جې ایټ کې خپله شرکت ځنډوي تر څو ماسکو خپله تگ لار کې تبدیلې وو نه کړي.
د روس لخوا د یوکرین جزیره نما کرائمیه د نیولو ورسته غربي هیوادونه کوشش کوي چې ماسکو د تنهائي ښکار شي.
روسي خبرې ادارې د کریملن ترجمان د قوله وايي روس د جې ایټ هیوادونو سره خپل روابط جاري ساتلو کې دلچسپي لري خو روسي خارجه وزیر سرگی لاوورو روس دپاره د جې ایټ نه بې دخله کیدل څه ډیره د خفگان خبره نه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG