لاس رسیدونکی لینک

فرانس روس خلاف دا هفته د پابندیو امکان څرگند کړی


د یوکرین لرې کړی شوي صدر وکټر یونوکویچ په مخالفینو کرائیمیه کې د بیلیدو د هلو ځلو الزام لگولی دی
د فرانس خارجه وزیر لاؤران فیبیوس د غربي هیوادونو لخوا یوکرین کې د لاس وهنې په سر د روس خلاف دا هفته د پابندیو امکان څرگند کړی دی بلخوا د یوکرین لرې کړی شوي صدر وکټر یونوکویچ په مخالفینو کرائیمیه کې د بیلیدو د هلو ځلو الزام لگولی دی.
تیره میاشت د یوکرین سرښار کییو نه روس ته رسیدو ورسته دا د یونوکویچ دویمه عامه وینا وه چې د روس روسټوو ان ډان نه يي کوله.
هغه وویل د یوکرین موقتي واکداران تندوره دي. هغه د مۍ په ٢٥ مه نیټه ټاکل شوي عام انتخابات ناجائزه او غیر قانونه وگرځول.
یوکرین ته د یو ارب ډالرو امداد اعلانولو په سر یونوکویچ د امریکا خلاف هم سخت الفاظ استعمال کړل او وې ویل د امریکا حکومت هیڅ حق نه لري چې "بدماشانو" ته پیسې ورکړي.
روس خلاف د پابندو خبره د فرانس خارجه وزیر لاؤران فیبیوس د فراسن انټر ریډیو سره مرکه کې د نهې په ورځ کړې ده. هغه وویل که چرې روس کرائیمیه کې په بیړنۍ توگه د قراري راوستلو دپاره کار وو نه کړو نه غربي هیوادونه هم دا هفته د ماسکو خلاف پابندۍ لگولی شي.
فیبیوس وویل روس خلاف پابندو ترمخه په ممکنه توگه د ویزې سختۍ او د روسیانو او یوکرنینیانو اساسې منجمد کیدی شي.
XS
SM
MD
LG