لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانسوا اولانډ واېي ترهګر برید کې یو شکمن تن نېول شوی


 د فرانس داخله وزیر برنرډ سېزینووېلي دغه یو بوګنونکې برید بللې
د فرانس داخله وزیر برنرډ سېزینووېلي دغه یو بوګنونکې برید بللې

د فرانس صدر فرانسوا اولانډ وېلي په فرانس کې په یوه کارخانه کې شوي ترهګر برید کې ککړ یو شکمن تن نیول شوی.

نن د جمعې په ورځ دغه برید د فرانس په سوېلي ښار لېوان کې شوی او د برید په ځاېې کې د یو تن پری شوې سرهم ترلاسه شوی. چې ورسره په عربۍ ژبه کې لېکل شوی یو بېنر هم ترلاسه شوی دی.

د فرانس صدر د برسلز نه په ټېلي ویژن په وینا کې وېلي پدې کې هېڅ شک نشته چې دغه برید یو ترهګر برید وؤ. ښاغلي اولانډ د اروپاېي ټولنې غونډه په منځ کې پریښودې او هیواد ته ستون شوی. که څه هم تر دی دمه د دغه برید تفصېلات نه دي ښکاره خو د فرانس صدر زیاته کړی پدغه ترهګر برید کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي.

دغه پېښه د فرانس په وخت سحر ۱۰ بجې شوی او د فرانسي صدر په وینا د برید وروستو د دغه کارخانې نه نور کارکونکي ویستې شوي او پدغه سېمه کې امنېت ټېنګ کړی شوی. د جمعې د ورځې د دی برید وروستو چارواکو د پېښې پلټنې پېل کړي.

د فرانس داخله وزیر برنرډ سېزینووېلي دغه یو بوګنونکې بریدبللې او زیاته کړې ېې ده چې نېول شوې شکمن تن په کال ۲۰۰۶م کې هم نېول شوې وو او پولېسو تری پوښتنې کړې وې.

په ګرد فرانس کې د روان کال د جنورۍ د میاشت راهسې امنېت سخت کړی شوی کله چې په پېرس کې د ټوقو ټقالو مجلې په سر دفتر یا هیډکوارټر او یو قصاب خانه کې د دریو ورځو په تشدد کې ۲۰ کسان وژل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG