لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس به په حساسو مقاماتو ١٠٠٠٠ عسکر پرځائې کوي


په عین حال کې په سوشل میډیا یوه وډیو ښکاره شوي چې کولیبالي پکې لیدل کیږي. هغه وايي فرانس کې وژنې شام او عراق کې د دولت اسلامي یا ايي ایس پرضد بمبارۍ کې د فرانس د شرکت په انتقام کې شوي دي
په عین حال کې په سوشل میډیا یوه وډیو ښکاره شوي چې کولیبالي پکې لیدل کیږي. هغه وايي فرانس کې وژنې شام او عراق کې د دولت اسلامي یا ايي ایس پرضد بمبارۍ کې د فرانس د شرکت په انتقام کې شوي دي

تیره هفته سرښار پیرس کې د خونړۍ حملې ورسته، فرانسوي چارواکې وايي د حساسو مقامو تحفظ دپاره به ١٠٠٠٠ امنیتي عسکر پرځائې کوي.

د فرانس د دفاع وزیر جین یوس لې ډرائن د گل یا یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل امنیتي عسکر به د نهې یا سه شنبې د ماښام پورې په خپلو خپلو ځایونو وگمارلی شي.

د فرانس د کورنیو چارو وزیر بربارډ کیزینیو ویلي په حساسو ځایونو پرځائې کیدونکو عسکرو نیمه برخه به هیواد کې د یهودیانو د ٧١٧ سکولونو تحفظ دپاره پرځائې کیدلی شي.

دواړو وزیرانو صدر فرانسوا هولانډ سره د امنیت په موضوع شوې غونډې ورسته خبریالانو سره خبرې کولې.

د امریکې خارجه وزیر جان کیري ویلي هغه به د زیارت او جمعې په ورځ د فرانس دوره کوي او د تندورۍ د مخنیوي به موضوع به فرانسوي چارواکو سره خبرې اترې کوي. جان کیري وویل د امریکې استخباراتي چارواکې او تحقیقي اداره ایف بي ايي فرانسوي چاوراکو سره د تیرې هفتې د پیښو په پلټنو کې مرسته کوي.

چارواکې وايي تحقیق کونکې د حیات بومیدین په لټون کې دي. حیات د احمد کولیبالي زنانه ملگري ده. احمد په هکله ویل کیږي چې د تیر زیارت په ورځ يي یو پولیس افسر او څلور نور کسان يي د یهودیانو په یو دکان کې ووژلې دي چې دکان کې یرغمل نیولی شوي وو.

د ترکي سرکاري خبري ادارې د هیواد د خارجه وزیر له قوله ویلي بومدین د جنورۍ د میاشت په دویمه نیټه د سپین میډریډ ښار نه ترکي ته رارسیدلې وه او په اتمه جنورۍ هغه په پوله شام ته واوړیده.

په عین حال کې په سوشل میډیا یوه وډیو ښکاره شوي چې کولیبالي پکې لیدل کیږي. هغه وايي فرانس کې وژنې شام او عراق کې د دولت اسلامي یا ايي ایس پرضد بمبارۍ کې د فرانس د شرکت په انتقام کې شوي دي.

کولیبالي د شریف او سید کواچي روڼو ملگری وو. دواړو روڼو د فرانس طنزیه اخبار شارلي هیبډو باندې حمله کې ١٢ کسان وژلې دي. په ځوابي کاروائي کې د فرانس امنیتي عسکرو شریف، سید او کولیبالي وژلې دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG