لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فرانس پیرس د حملو د منصوبه ساز شناخت کړی


د فرانس وزیراعظم مینویل والز ویلي پولیس د هیواد په مختلفو ښارونو کې د مشکوک اسلام پلوانو خلاف ١٥٠ چاپې وهلې دي چې په نتیجه کې يي ١٠ کسان نیول شوي او په گڼه شمیره کې وسله نیول شوي ده
د فرانس وزیراعظم مینویل والز ویلي پولیس د هیواد په مختلفو ښارونو کې د مشکوک اسلام پلوانو خلاف ١٥٠ چاپې وهلې دي چې په نتیجه کې يي ١٠ کسان نیول شوي او په گڼه شمیره کې وسله نیول شوي ده

د فرانس سرښار پیرس کې د جمعې په ورځ د خونړۍ حملو منصوبه سازي د عبدالحمید الباعود په نوم وسله وال کړې وه چې د بیلجیئم مراکش نژاد شهري دی.

فرانسوي چارواکو ویلي الباعود دا وخت په شام کې دی..

د بیلجیئم چارواکو ويلي سږ کال په پولیس د یوې ناکامې حملې په لړ کې الباعود مطلوب وو خو هغه مفرور شوی وو. په هغه شک دی چې د بیلجیئم په شرقي ښار وروئیرز کې د یوې تندروه ټولگۍ مشري کوي.

د فرانس وزیراعظم مینویل والز ویلي پولیس د هیواد په مختلفو ښارونو کې د مشکوک اسلام پلوانو خلاف ١٥٠ چاپې وهلې دي چې په نتیجه کې يي ١٠ کسان نیول شوي او په گڼه شمیره کې وسله نیول شوي ده.

والز ویلي د گڼ شمیر ممکنه حملو مخه نیول شوي ده خو په راتلونکو ورځو او هفتو کې نورې حملې کیدی شي.

د جمعې په ورځ د پیرس په حملو کې ١٢٩ کسان وژل شوي او ٣٥٠ نور زخمیان شوي دي.

د اتوار یا یکشنبې په ورځ د فرانس جنگي جیټ جهازونو د شام په رقه ښار کې د داعش په هدفونو حملې کړې دي چې پکې د وسله والو د تربيي مرکز تباه کړی شوی دی.

د تحقیقاتو په لړ کې فرانسوي مامورینو وړاندې ویلي وو چې حملو اته کسان ککړ وو خو اوس وايي تر ٢٠ پورې کسانو په حملو کې لاس لرلو.

په حمله کې وژل شوي د یو ځانمرگي شناخت د سمیع عمکیمور په نوم د ٢٨ کس په شوی چې د فرانس شهري دی. په کال ٢٠١٢ کې په هغه ترهگرۍ په لړ کې فرد جرم لگول شوی وو. هغه د عدالتي څارني د لاندې ساتلی شوی وو خو بیا غیب او مفرور شو او گرفتارۍ دپاره يي احکامات جاري کړی شول.

د بل ځانمرگي حمله کونکي شناخت د ٢٥ کلن احمد المحمد په نوم شوی چې په عدلب کې پیدا شوی او تیره میاشت یونان د لارې د یو کډوال په حېث فرانس ته داخل شوی.

پولیس د یو بل تن صالح عبدالسلام تصویر شائع کړی چې د بیلجیئم سرښار برسلز کې زیږیدلی دی. مامورین وايي دغه کس خطرناک دی او که د چا سره هم د هغه په اړه معلومات وي نو اړونده ادارو سره دي شریک کړي.

مطبوعات وايي حملو نه څو گنټې وړاندې صالح او دوه نور کسان پولیس په موټر کې هغه ودرولی وو او د ابتدائي تفتیش ورسته يي پریښودل.

پیرس کې د حملو ذمه واري داعش اخیستې ده. د ذمه وارۍ قبلولو په بیان کې داعش ویلي هغه هیوادونه چې په شام او عراق کې د اسلامي خلافت په لاره کې خنډان ولاړوي، د حملو د هدفونو به فهرست کې به تر ټولو په سر وي.

د خالي یا شنبې په ورځ په انټرنیټ خپل بیان کې داعش ویلي د پیرس حملې يي شام او عراق کې د ډلې خلاف د امریکې او اتحادي هیوادونو د هوائي بمبارۍ په بدل کې کړې دي.

د جمعې په ورځ په پیرس کې په ١٦ مختلفو ځایونو حملې شوي وي چې پکې د فټ بال یو میدان، ریسټورانټونه او د کسنرټ هال شامل وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG