لاس رسیدونکی لینک

فرانس ٣ امریکایانو، ١ برطانوي شهري ته اعلا ترین اعزاز ورکړو


فرانس کې د امریکې سفیره جین هارټلي د هغه دریو امریکایانو سره ولاړه ده چې په اور گاډي يي په مسلح کس قابو موندلی وو

د فرانس صدر فرانسوا اولانډ د هیواد اعلا ترین اعزاز، لیجن اف انر، درې امریکایانو او یو برطانوي شهري ته ورکړې دی. دغه کسانو د مسافرو په یو اور گاډي کې په مسلح کس قابو موندلی وو.

د گل یا دوشنبې په ورځ د سرښار پیرس په یوه دستوره کې فرانسوا اولانډ د برطانيي شهري کرس نورمن او امریکایانو سپینسر سټون، الیک سکارلاټوس او اینتني سیډلر په سینو د اعزاز تمغې ولگولې.

فرانسوي صدر وویل د جمعې په ورځ د دغه څلورو واړو کسانو اقدام نه د جرات، اتحاد او د امید پیغام ترلاسه کیږي. فرانسوا اولانډ وویل مسلح کس سره وسله وه او د قتل عام په اراده اورگاډي ته ختلی وو خو دغه څلورو کسانو د خپلو ژوندونو په سر په حمله کونکې قابو وموندلو.

فرانسوا اولانډ یو فرانسوي شهري ته هم اعزاز ورکړو ځکه چې هغه تر ټولو اول مسلح کس په گاډي کې د غلسخانې سره نزدې لیدلی وو.

چارواکې وایي د اور گاډي په کومه ډبه کې چې په مسلح کس قابو موندلی شوی وو، ددې نه وړاندې په بله ډبه کې هغه یو کس ویشتلی وو.

د سپین مامورینو د وسله وال کس شناخت د ٢٥ ایوب الخزاني په نوم کړی دی چې مراکش کې زیږیدلی دی او تیر کال يي څه وخت شام کې تیر کړی. هغه د بیلجیئم په برسلز ښار کې فرانس ته تلونکې گاډې ته ختلی وو.

XS
SM
MD
LG