لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : د ډزو په پېښه کې څلور پوليس وژل شوي


د تهاڼې موبائيل علاقه کې په گشت باندې ؤ ، چې په موټر سائيکلو سواره نامالومه وسله وال راغله او په دوي يې ډزې وکړي

د کراچۍ ښار په ابراهيم حېدري علاقه کې د پوليس په موبائيل نامالومه وسله والو ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې څلور پوليس وژل شوي دي .


د کراچۍ ښار په ابراهيم حېدري علاقه کې د پوليس په موبائيل نامالومه وسله والو ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې څلور پوليس وژل شوي دي .
د ابراهيم حېدري تهاڼې د پوليس چارواکو په وينا د تهاڼې موبائيل علاقه کې په گشت باندې ؤ ، چې په موټر سائيکلو سواره نامالومه وسله وال راغله او په دوي يې ډزې وکړي .
د ابراهيم حېدرعلي تهاڼې پوليس افسر جومر بلوچ د پېښې په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وويل ، د تهاڼې موبائيل د علاقې په علي اکبر شاه گوټ بنگالي پاړه کې د گشت په ډيوټۍ ؤ ، چې ډزې پرې وشوي .
هغه وويل پېښه کې د تهاڼې سب انسپکټر افراز خان ، هېډ کانسټېبل سخې محمد ، دوه پوليس اختر علي اور ديدار علي وژل شوي دي .
کراچۍ ښار کې په دې وروستۍ لږه موده کې په پوليس او رېنجرو د ډزو او لاسي بمونو په بريدونو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی . چې پکې د پوليس او رېنجر د سرتېرو په گډون افسران هم وژل شوي دي .
څلور ورځې وړاندې دښار په ناظم اباد سيمه کې د رېنجرو په مرکز ځان مرگي بريد کې درې رېنجر وژل شوي وو .
او د تېرې مياشتې په 25م نېټه د ښار په لانډهي سيمه کې د پوليس په دوه موبائيل گاډو باندې نامالومه وسله والو د لاسي بمونو او ډزو بريدونه کړي وو ، او په هغې کې شپږ پوليس وژل شوي وو .
ښار کې د امنيتي ادارو غړي په داسې حال کې په هدف کيږي ، چې د تېرکال د ستمبر د مياشتې راهسې پوليس او رېنجرپه ښار کې د وران کارو په ضد هدفي عمليات کوي .
XS
SM
MD
LG