لاس رسیدونکی لینک

مومند ايجنسۍ کې د څلورو کسانو مړي ترلاسه شوي


د اتوار په ورځ مومند ايجنسۍ کې په خاصه دارو د سړک غاړي ته د ايښودی شوؤ بارودي موادو دوه چاؤدنې شوې وې
د پاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ د پنډيالۍ تحصيل په ډنډونو پل سيمه کې نن د گل په ورځ سحر د څلورو کسانو مړي او يو ژوبل کس ترلاسه شوی دی . سرچينې وايي وژل شوي کسان د خيبرايجنسۍ د باړې تحصيل د امن لښکر غړي دي .
په مومند ايجنسۍ کې د پېښور او باجوړ ايجنسۍ په لويې سړک ډنډونو پل سيمه کې د څلورو کسانو د مړو ترلاسه کېدو پخلی پوليټيکل چارواکو کړی دی ، خو د پېښې او مړو په اړه يې نور تفصيل نه دی ورکړی .
سرچينې وائې د څلور واړه وژل شوؤ کسانو تعلق د خيبر ايجنسۍ باړې تحصيل سره دی ، او دويې په سيمه کې د کوکي خيلو د امن لښکر غړي وو .
د مومند ايجنسۍ يکه غونډ سيمې د روغتون ډاکټر نويد وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي ، چې روغتون ته د څلورو کسانو مړي او يو ژوبل کس راوړل شوی دی. او په وژل شوؤ څلور واړو کسانو ډزې شوي او مرگ يې د ډزو څخه واقع شوی دی .
نوموړي زياته کړې د ژوبل کس درملنه شوې ، خو د ژوبل کس او مړو پيژندگلو نه ده شوې ، ځکه چې د دويې سره د پيژندگلو هيڅ ثبوت نه ؤ .
د پېښې زمه واري تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .
د اتوار په ورځ مومند ايجنسۍ کې په خاصه دارو د سړک غاړي ته د ايښودی شوؤ بارودي موادو دوه چاؤدنې شوې وې ، چې پکې يو خاصه دار وژل شوی او درې نور ژوبل شوي وو .
د پاکستان د ځايي ميډيا د راپورونو ترمخه د دغه پېښې پړه د تحريک طالبان پاکستان د مومندو څانگې په سر اخيستې وه .
XS
SM
MD
LG