لاس رسیدونکی لینک

د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن نینسي ریګن د ۹۴ کالو په عمر کې مړه شوې


د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن نینسي ریګن نن د ۹۴ کلونو په عمر کې مړه شوی.

د ميرمن نینسي ریګن ویاندې جوانا نن د امریکا این بي سي ټي وي سره په خبرو کې وېلي مېرمن نینسي د زړه د دوری له امله نن سحر د تل لپاره سترګې پټې کړي.

مېرمن نینسي به د امریکا په کیلیفورنیا ایالت کې په رونالډ ریګن صدارتي لاېبریرۍ کې د خپل خاوند او پخواني امریکاېی صدر رونالډ ولسن ریګن په خوا کې خاورو ته سپارل کېږي.

د مېرمن نینسي په کال ۱۹۵۲م کې د رونالډ ریګن سره واده شوی وو. رونالډ ریګن د کال ۱۹۸۱م نه تر ۱۹۸۹ پوری دوه وارې د امریکا صدر پاتې وو.

د لومړۍ مېرمن په توګه مېرمن نینسي د نشۍ توکو پرضد کمپاېن او د دماغي ناروغۍ (الزاېمر) د علاج لپاره کامیاب کمپاېنونه هم چلولي وو.

XS
SM
MD
LG