لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومند ايجنسۍ کې د پينځه کسانو مړي موندل شوي


پنډيالۍ تحصيل کې د پينځه کسانو مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي ، چې په سيمه کې د دوه ورځو راهسې کرفيو ده
پنډيالۍ تحصيل کې د پينځه کسانو مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي ، چې په سيمه کې د دوه ورځو راهسې کرفيو ده
د پاکستان قبائيلي سيمي مومند ايجنسۍ د پينډيالۍ تحصيل په تمانزو علاقه کې نن د گل په ورځ د پينځه کسانو مړي ترلاسه شوي دي ، خو د مړو پيژندگلو نه ده شوې . مومند ايجنسۍ کې يوه اوونۍ وړاندې هم د څلورو کسانو مړي موندل شوي وو .
د مومند ايجنسۍ په پنډيالۍ تحصيل کې د پينځه کسانو دغه مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي ، چې د دغې علاقې سره په خويزو او صافو سيمه کې د تيرو دوه ورځو راهسې کرفيو په ځايي ده .
چارواکو د ترلاسه شوؤ مړو د پيژندگلو په اړه څه نه دي وئيلي ، خو د سيمي څخه ځايي خلکو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې وئيلي چې د دغو کسانو عمرونه د ۲۰ او ۲۵ کلونو په مينځ کې مالوميږي . د دويي په وجودونو د گولو نخښې دي او ښکاري چې دويې په ډزو وژل شوي دي .
دوه ورځی وړاندې د پنډيالۍ تحصيل په شاتي سيمه کې د امنيتي ځواکونو يو کاروان باندې د سړک غاړې ته ښخ کړل شوي بم چاؤدنه شوې وه ، او په هغې کې د ملېشې شپږ عسکر وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو . او د دغې پېښې پړه د تحريک طالبان پاکستان د مومندو ايجنسۍ څانگې په غاړه اخيستې وه .
مومند ايجنسۍ او باجوړايجنسۍ کې د تيرو څو ورځو راهسې په امنيتي ځواکونو د بريدونو سره په سيمه کې د مړو موندو په سلسله کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG