لاس رسیدونکی لینک

خېبرپښتونخوا : د وسله والو بريدونو کې يو پوليس وژل شوی ، څلور ژوبل


پېښور کې وسله والو په دوه مختلفو علاقو کې پوليس باندې ډزې کړي دي

د خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې نامالومه وسله والوپه دوؤ مختلفو ځايونو کې پوليس باندې ډزې کړي دي ، چې په نتيجه کې يې يو پوليس وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي . بلخوا ته په راولپنډۍ ښار کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د يو کالج پروفېسر ژوبل شوی دی .


د خېبر پښتونخوا په سر ښار پېښور کې نامالومه وسله والوپه دوؤ مختلفو ځايونو کې پوليس باندې ډزې کړي دي ، چې په نتيجه کې يې يو پوليس وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي دي . بلخوا ته په راولپنډۍ ښار کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې د يو کالج پروفېسر ژوبل شوی دی .
د راپورونو ترمخه د خېبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې نامالومه موټر سائيکل سورو وسله والو په يونيورسټي ټاؤن کې کينال روډ باندې په يو چيک پوسټ ولاړ دوؤ پوليسو باندې ډزې اوکړې ، په چې نتيجه کې دواړه پوليس ژوبل شو.
ژوبل پوليس خېبر ټيچنگ روغتون ته رسول شوي دي ، د سرچينو ترمخه روغتون کې يو پوليس د علاج په وخت ژوند د لاسه ورکړی دی .
د پوليسو په وينا ډزې کوؤنکي وسله وال د پېښې د ځائې نه تښتېدلي دي ، او پوليس په علاقه کې د پلټنې عمليات پېل کړي دي .
بله ورته پېښه کې د بانه ماړۍ تاڼې د اېس اېچ او په گاډي باندې نامالومه وسله والو ډزې کړي . چې پکې اېس اېچ او حميدخان او هغه سره دوه نور پوليس ژوبل شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا ، د پوليس افسر حميدخان په گاډي باندې وسله والو ډزې په داسې حال کې کړي دي ، چې هغه د کور نه دفتر ته د پهاړي پوره تاڼې په علاقه کې په لار ؤ .
پېښه کې ژوبل پوليس ليډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي دي . او د روغتون د چارواکو په وينا د اېس اېچ او په سينه باندې گولۍ لگېدلي دي .
بلخوا د راولپنډۍ ښار په صادق اباد سيمه کې نامالومه وسله والو د گورنمنټ حشمت علي کالج پروفېسر سيد نذير حسېن عمراني باندې ډزې کړي دي .
د پوليس چارواکو په وينا نذير حسېن په ډزو کې سخت ژوبل شوی ، او بېنظيرشهيد روغتون ته وړل شوی دی ، او هغه اته ډزه لگېدلی دی .
د سرچينو ترمخه پروفېسرنذير حېسن يوه امام باړه کې پېش امام دی .
د پنجاب صوبې په اسلام اباد ، راولپنډۍ او لاهور ښارونو کې په وروستيو کې په فرقه نښتو کې د مذهبي ډلې اهل سنت والجماعت مشران هم وژل شوي دي .
XS
SM
MD
LG