لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فن لېنډ کې د چاکوانو په برید کې دوه تنه وژل شوي


فن لېنډ د نړۍ په پرامنه هیوادونو کې یو دی
فن لېنډ د نړۍ په پرامنه هیوادونو کې یو دی

فن لېنډ د نړۍ په پرامنه هیوادونو کې یو دی او دغلته روان کال د جون په میاشت کې د ترهګرۍ د خطر خبردارې هم ورکړی شوی وو. ترکو ښار د فن لېنډ د سرښار نه ۱۴۰ کلومیټره لرې پروت دی.

په فن لېنډ کې پولیسو ویلي نامالومه کسانو لخوا د چاکوانو/چړو په وهلو دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي. د پولیسو وینا ده چې دغه پېښه په ساحلي ښار ترکو کې رامنځ ته شوی.

د پېښې وروستو پولیسو یو شکمن تن په پخښه ویشتلی او بیا يې نیولی، د برید نور امکاني کسانو د نیولو لپاره پولیسو د لټون عملیات پېل کړي دي. چارواکو د نیول شوي تن پیژندګلو پټه ساتلې خو واېي په ښکاري دغه تن خارجي دی.

د فن لېنډ خارجه وزیر پاولا ریسیکو ویلي٫٫ مونږ تر دې دمه د دغه تن په اړه څه نه شو ویلی. خو مونږ د کډوالو د وزارت سره په تماس کې یو ځکه دغه تن خارجي ښکاري.٬٬

د فن لېنډ د پلټنو مرکزي ادارې یو مشر مارکوس لېین ویلي تر اوسه دا نه ده معلومه چې په چاکو د خلکو د وهلو دغه پیښې پرشا د ترهګرۍ سوچ شته او که نه؟ ښاغلي مارکوس ویلي ٫٫ دا مهال مونږ دې پیښې ته د ترهګرۍ په نظر نه ګورو، خو دغه امکان ترې ویستې هم نه شو٬٬.

د پیښې وروستو که څه هم د پولیسو لخوا خبردارې جاري کړی شوی وو خو بیا هم څو ساعته پس دغه ځاې ته ګنړ شمیر خلک راغونډ شوي وو. د پیښې وروستو د فن لېنډ هوايي ډګر یا ایېرپورټ او د ښار مرکزي ټرین سټیشنو باندې هم امنیت سخت کړی شوی.

فن لېنډ د نړۍ په پرامنه هیوادونو کې یو دی او دغلته روان کال د جون په میاشت کې د ترهګرۍ د خطر خبردارې هم ورکړی شوی وو. ترکو ښار د فن لېنډ د سرښار نه ۱۴۰ کلومیټره لرې پروت دی.

په فن لېنډ کې په چاکوانو د خلکو د وهلو دا پیښه په داسې مهال شوې چې په ګرده اروپا کې روانه اونۍ د ترهګرو پیښو وروستو امنیت ټینګ کړی شوی. تیره ورځ د سپېن په بارسلونا ښار کې د ګنړې ګونړې په یو ځاېې کې په پياده روانو خلک د ګاډو ورخیژولو په يوه پیښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ سوا ژوبل شوي. خود سره اسلامي ریاست یا داعش د بارسلونا د برید ذمه واري په غاړه اخستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG