لاس رسیدونکی لینک

په ختېځ یوکراېن کې جګړه پېل شوې


Ukraine
د یوکراېن حکومتي پوځیانو د جمعې په ورځ سحر وختي په ختیځ ښار سلوویانڅک کې د روس پلوه وسله والو پر ضد عملیات پېل کړیدي. پدغه عملیاتو کې د یوکراېن پوځ هیلي کاپټرې هم کارولي دي.

د دغې جګړې په محال بیلتون غوښتونکو د یوکراېن د پوځ دوه هېلي کاپټری هم ویشتلې دي. او پدغې کې سواره دواړه کسان وژل شوي دي. د رپورټونو تر مخه روس پلوه کسانو درېم هېلي کاپټر هم ویشتې او ددغې پاېلټ ېي نېولې او یو روغتون ته ېي رسولی دی. د سلوویانڅک ښار روس پلوه ښاروال د روس یو ټي وي ته وېلي د یوکراېن حکومتي ځواکونو سره جګړه کې د دوي درې وسله وال او دوه عام کسان وژل شوي دي.

د یوکراېن موقتي صدر اولېګزنډ ترچېنېوف د جمعې په ورځ وېلي پدغه جګړه کې روس پلوه وسله والو ته زیات زیان رسېدلې او ګڼ کسان ېي مړه او ژوبل شوي دي. د سوېلي یوکراېن په اوډیسا ښار کې هم د ځواکونو او روس پلوه وسله والو تر مینځه ډزو کې یو تن وژل شوی دی.

د جمعې په ورځ روس د یوکراېن په حالاتو په ملګرو ملتونو د امنېتي شورا د غونډې رابللو غږ کړیدې. د روس صدر ولادي میر پوټن ویاند وېلي د یوکراېن د حکومت لخوا شورو شوي عملیاتو له وجې په د یوکراېن د امن پروسه اغیزمنه شي.

ښاغلي پوټن تیره ورځ د یوکراېن نه غوښتنه کړې وه چې د لانجمنو سېمو نه دی خپل پوځ واپس کړي. ښاغلي پوټن دغه غوښتنه د جرمني چانسلرې انګلا مرکل سره د ټیلیفوني خبرو اترو په وخت کړې ده.
XS
SM
MD
LG