لاس رسیدونکی لینک

د ایف سي ار قانون روان کال کې ختمېږي. سرتاج عزيز


Fata Makeshift Schools

اشفاق مومند

د پاکستان د پخواني وزیراعظم نوازشريف صلاح کار سرتاج عزیز واي ایف سي ار به د قبائيلي سیمو نه هم په دې روان کال کې ختمول کیږي.

د وي او ای ډیوه سره په یوه ځانگړې مرکه کې نوموړي اوویل

"حکومت د اصلاحاتو لپاره په تیرو شپږو میاشتو کې کار تېز کړی دی"

هغه اوویل دا خبرې غلطې دي چې حکومت بی غوره دی.

ښاغلی عزير زیاته کړه په درې مهمو اړخونو یعني د عدالتونو قایمولو،امنیتي او انتظامي چارو په ځای کولو کار ځان ځانله کمیټیانو ته سپارل شوی دی.

په قبائيلي سیمو کې دایف سي ار قانون د ختمولو او اصلاحاتو لپاره مبارزه کونکي وائي داسې نه ښکاري چې حکومت د خپل واک په موده کې اصلاحات عملي کړي. د ښاغلي عزيز سره مرکه

د پښتونخوا ملي عوامي گوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي د دوي گوند غواړي چې په فاټا کې زر تر زره ايني اصلاحات اوشي، هلته ځانگړی گورنر ولگول شي، او معاشي پرمختگ لپاره پنگې ورکړی شي. هغه اوویل:

" دفاټا په پښتونخوا کې د ضم کیدلو په حق کې بلکل نه یو ځکه چې دې سره د قبائیلو ازاد حیثیت ختمیږي" عثمان کاکړ اوویل وخت به ثابت کړي چې د پښتونخوا گوند دا دريځ سم ؤ .

د فاټا څخه د قامي اسمبلۍ غړی او قبايلي سيمې په پښتونخوا صوبه کې د شاملولو د تحريک لپاره کارکونکی شهاب الدين خان واي د پښتونخوا ملي گوند او جمیعیت علما اسلام ف ډلې په خپله په دغه مسله گنگس دي. هغه ډیوه ته په یوه مرکه کې اوویل:
ددې گوندونو دغلته مفادات زياني کیږي"

د شهاب الدين خان سره د خبرو نور تفصيل په لانديني لينک اورېدلی شئ

XS
SM
MD
LG