لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځ لخوا ښخ کړل شوي ماېنونه قبایلو لپاره لوې خطردی: رپورټ


په پاکستان کې د يوې غير دولتي اداری تازه رپورټ وايي د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پوځ او طالبانو لخوا د یو بل پرضد ښخ کړل شوي چاودیدونکي مواد یا زمکني ماېنونه د قبایلي اولس لپاره لوې خطر دی.

د فاټا ریسرچ سنټر لخوا جاري شوي دغه رپورټ تر مخه په تيرو دريو مياشتو کې د هیواد قبايلي سيمو کې د ترهگرۍ پيښو کې ۴۴ فيصده کمی راغلی. د ادارې رپورټ وايي روان کال د جولاېي نه سپټمر پورې په قبايلي سيمو کې د ترهگرۍ ۵۶پېښې شوي، دغه شمیر د روان کال اپريل میاشت نه جون مياشتې پورې شوو پېښو نه ډیره کمه ده. په دغه موده کې په قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ سل پېښې ترسره شوې وې.

د دغه غیر دولي ادارې رپورټ کې وړاندې ویل شوي په قبایلي سیمو کې د اولس لپاره دا وخت ترټولو لوې خطر د پاکستان د پوځ لخوا د طالبانو پرضد په زمکه کې ښخ کړي شوي چاوديدونکي مواد دي.

د فاټا ریسرچ سنټر لپاره په دغه رپورټ کارکونکی عرفان الدين وي او ای ډيوه ته ويلي په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځ د طالبانو او طالبانو د امنیتي ادارو پرضد زمکني ماېنونه ښخ کړي. د هغه په وینا داسې قسمه بارودي مواد زیات تره په جنوبي وزیرستان کې ښخ کړی شوي چې له امله یي یو شمیر اولسي وګړي وژل شوي.

په نژدیو ورځو کې د پاکستان په قبایلي سیمه کرمه اېجنسۍکې په امریکايي ډرون بريدونو کې د حقاني شبکې د تندلارو د وژل کیدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې عرفان الدين وي او ای ډیوه ته وېلي په قبايلي سيمو کې یو شمير ترهگرېډلې لکه جماعت الاحرار، لشکر اسلام، حقاني شبکه او د طالبانو یو شمیر ډلو موجودیت له کبله په دغه سیمو کې دترهگرۍ پیښو د زیاتوالي خطر لا هم موجود دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG