لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا ته د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې د څوکیو آئیني ترمیم به زر پارلیمنټ ته وړاندې شي


گل، دوشنبې، په ورځ د زرگونو په شمیره کې د مخلتفو سیاسي گوندونو فعالینو د فاټا په اصلاحاتو کې د مرکزي حکومت د ځنډ خلاف د پارلیمنټ مخې احتجاجي مظاهره وکړه
گل، دوشنبې، په ورځ د زرگونو په شمیره کې د مخلتفو سیاسي گوندونو فعالینو د فاټا په اصلاحاتو کې د مرکزي حکومت د ځنډ خلاف د پارلیمنټ مخې احتجاجي مظاهره وکړه

د خیبرایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ رکن شاه جي گل افریدي ویلي د خیبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې فاټا ته د څوکیو ورکولو لپاره آئیني ترمیم به زر پارلیمنټ ته وړاندې کړی شي او فاټا ته د اسلام اباد هايي کورټ پرځای د پیښور هايي کورټ واک اختیار غځولو لپاره وزیراعظم شاهد خاقان عباسي امر جاري کړی دی.

د وي او ای ډیوه سره د نهې، سه شنبې، په ورځ په خصوصي مرکه کې شاه جي گل افریدي وویل وزیراعظم ورته ډاډ ورکړی دی چې د کال ٢٠١٨ په عامو انتخاباتو کې به فاټا ته په صوبايي اسمبلۍ نمایندگي ورکړی شي.

د شاه جي گل نه تپوس وشو چې آیا وزیراعظم څه نیټه وټاکله چې کله به د فاټا په اصلاحاتو عملي اقدامات کولی شي نو هغه وویل صوبايي اسمبلۍ کې فاټا ته څوکۍ ورکولو لپاره په ائین کې د ضروري ترمیم مسوده پارلیمنټ ته په اینده هفته کې د وړاندې کیدو امکان دی.

شاه جي گل وویل د گل، دوشنبې، په ورځ وزیراعظم سره شوو خبرو کې شاهد خاقان عباسي اړونده مامورینو ته امر وکړو چې فاټا ته به د پیښور هايي کورټ واک اختیار غځولی شي. ددې نه وړاندې مرکزي حکومت اعلان کړی و چې د اسلام اباد هايي کورټ عملداري به فاټا ته ورغځوي.

شاه جي گل وویل په فاټا کې د کال ٢٠١٨ انتخاباتو لپاره حلقه بندي به د تازه شوي سرشمیرنې یا د مردم شمارۍ په بنیاد کولی شي.

شاه جي گل وویل وزیراعظم په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره د خپلو لوظونو په اړه لیکل شوی بیان هم جاري کړی دی.

د گل، دوشنبې، په ورځ شائع شوی بیان وايي وزیراعظم فاټا سره تعلق لرونکو د پارلیمنټ غړو ته باور ورکړی دی په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره د حکومتي کمیټۍ وړاندیزونه به په مکمله توگه عملي کولی شي.

گل، دوشنبې، په ورځ د زرگونو په شمیره کې د مخلتفو سیاسي گوندونو فعالینو د فاټا په اصلاحاتو کې د مرکزي حکومت د ځنډ خلاف د پارلیمنټ مخې احتجاجي مظاهره وکړه.

د شاه جي گل افریدي سره مرکه د وي او ای ډیوه خبریال نوشیروان قلندر کړې ده دلته یې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:52 0:00

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG