لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا اصلاحاتي رپورټ به کابېنې ته وړاندې کیږي


fata reforms
fata reforms

د پاکستان د سرحداتو، ریاستونو او قبايلي چارو(سیفران) مرکزي وزیر عبدالقادر بلوچ ویلي د پاکستان قباېلي سیمو کې د اصلاحاتو لپاره جوړې کمېټۍ رپورټ به د کابېنې راتلونکې غونډې ته د منظورۍ لپاره وړاندې کیږي.

د قبایلي سیمو لپاره دغه انقلابي اصلاحاتو په اړه عبدالقادر بلوچ میډیا ته ویلي که د دغې مقصد لپاره په آېين کې د بدلون ضرورت وي نو اساسي قانون به ورته هم بدلوي. نوموړي دا خبره په ډاګه کړې چې د فاټا اولس او حکومت د اصلاحاتو لپاره د ریفرنډم یا ټول پوښتنې خلاف دي.

د ښاغلي قادر بلوچ په وینا حکومت دا فیصله هم کړې د راروان کال اخره پورې به د قباېلي سیمو ټول بې کوره شوي خلک خپلو کورونو ته ستنوي.

د پاکستان قباېلي سیمو لپاره جوړې حکومتي کمېټۍ په رپورټ کې وېیل شوي د پاکستان ووه واړه قباېلي ایجنسو په خیبر پښتونخوا کې د شاملیدو وړاندیز کړی دی.

دغه رپورټ د وړاندې نه وزیراعظم هاوس ته وړاندی شوی او په یوه غونډه کې په دی خبره اتفاق شوی چې د نور بحث لپاره به دغه رپورټ اولس ته وړاندی کوي.

د عبدالقادر بلوچ د میډیا سره د خبرو نور حال د اسلام اباد نه د ارشد حسین په غږ په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG