لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا په سر پارلیمان کې یو ځل بیا احتجاجونه


نن په احتجاج کونکو کې د باجوړ د قامي اسمبلۍ رکن شهاب الدین خان هم و. شهاب الدین خان وویل حکومتي چارواکو ورته ویلي وو چې د فاټا په اړه د قانون سازۍ دغه ټکې به د نن ورځې د اسمبلۍ د دندې برخه وي خو چې کله د اسمبلۍ غونډې لپاره ایوان ته ورغلل او ایجنډه یې وکتله نو پکې د فاټا د قانون سازۍ نقطه نه وه
نن په احتجاج کونکو کې د باجوړ د قامي اسمبلۍ رکن شهاب الدین خان هم و. شهاب الدین خان وویل حکومتي چارواکو ورته ویلي وو چې د فاټا په اړه د قانون سازۍ دغه ټکې به د نن ورځې د اسمبلۍ د دندې برخه وي خو چې کله د اسمبلۍ غونډې لپاره ایوان ته ورغلل او ایجنډه یې وکتله نو پکې د فاټا د قانون سازۍ نقطه نه وه

نن د پاکستان قامي اسمبلۍ کې قبایلي سیمو (فاټا) ته د پېښور هايي کورټ او سپریم کورټ اختیار عځولو په اړه قانوني مسوده نه وړاندې کیدو په سر د ځينو سياسي گوندونو او د فاټا پارلیماني غړو د احتجاج په توگه د اېجنډې کاغذونه شلولي او په حکومت یې نیوکي کړي.

تمه وه چې واک گوند پاکستان مسلم لیگ به یاده قانوني مسوده نن پارلیمان ته وړاندې کوله. د واک من گوند د مرکزي کابینې وزیر عبدالقادر بلوچ او د فاټا د اصلاحاتو کمیټۍ مشر سرتاج عزیز تیره اوونۍ اعلان کړی و چې دا هفته به د فاټا نه د انگریز د وخت ایف سي ار قانون لرې کوي.

نن په احتجاج کونکو کې د باجوړ د قامي اسمبلۍ رکن شهاب الدین خان هم و.

شهاب الدین خان وویل حکومتي چارواکو ورته ویلي وو چې د فاټا په اړه د قانون سازۍ دغه ټکې به د نن ورځې د اسمبلۍ د دندې برخه وي خو چې کله د اسمبلۍ غونډې لپاره ایوان ته ورغلل او ایجنډه یې وکتله نو پکې د فاټا د قانون سازۍ نقطه نه وه.

په ایجنډه کې ددغه بدولون په سر خپل احتجاج کې شهاب الدین خان د اېجنډې کاغدونه وشلول.

د فاټا د غړو تر څنگ، د پاکستان پیپلزپارټۍ او د پاکستان تحریک انصاف غړو هم د حکومتي رويي پرضد احتجاج وکړو.

د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه وايي د فاټا د قانون سازۍ په سر د اسمبلۍ نه بهر د تحریک انصاف کارکونکي او ځينې مخالفین یې یو بل ته لاس اچولو ته نژدې شوي وو خو نورو خلکو خلاصی وکړو.

په سمدستي توگه د حکومت دریځ نه و رامخته شوی چې ولې یې د اسمبلۍ د ایجنډې نه د فاټا لپاره د قانون سازۍ دغه ویل شوي مسوده لرې کړې وه.

خو شهاالدین خان د اسمبلۍ نه بهر پیرولایت شاه ته وویل داسې ښکاري چې حکومت دغه قام د خپل اتحادي او د یو مذهبي سیاسي گوند د مشر په خوله اخیستی دی.

شهاب الدین خان د چا نوم وانخستو.

د واک من پاکستان مسلم لیگ اتحادي گوندونه د مولانا فضل الرحمان جمیعت علما اسلام (ف) او د محمود خان اچکزۍ پښتونخوا ملي عوامي پارټي وايي په فاټا کې د اصلاحاتو په اړه دې د قبایلي اولس رای دې معلومه کړی شي. ددوي مخالفین ددواړو سیاسي ډلو دا دریځ د فاټا په اصلاحاتو کې د لارې خنډ گڼي.

په پارلیمنټ کې نمایندگي لرونکي نور لوې گوندونه، پاکستان پیپلزپارټي، پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامي د فاټا د اصلاحاتو او په خېبرپښتونخوا کې د سیمې د ورگډولو حمایت کوي.

تیره هفته تحریک انصاف په اسلام اباد کې د فاټا کنونشن په نوم یوه غونډه وکړه او د گوند مشرانو د پاکستان مرکزي حکومت ته گواښ وکړو که فاټا یې په یوه اونۍ کې د خېبر پښتونخوا سره د یو ځای کولو اعلان او نه کړو نو بیا دې ځان تیار کړي.

او د جماعت اسلامي کارکونکو فاټا په خېبر پښتونخوا کې د ورگډولو په حق کې یو لاریو شروع کړی دی. د لاریون برخه وال د اتوار، یکشنبې، په ورځ د باب خېبر نه د اسلام اباد په لوري روان شوي دي او ټاکلي يې ده چې د نهې، سه شنبې، په ورځ به پایه تخت ته ورورسي.
د جم
اعت اسلامي صوبايي اميرمشتاق احمد خان ډیوه ته ويلي دي تر څو د قبايلي سیمو څخه د قانون ایف سي آر ختم شوې نه وي او فاټا د پښتونخوا سره یو ځای شوې نه وي، په قلاره به نه کښېني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG