لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قبایل نن د خپلو حقونو لپاره په احتجاج اسلام اباد ته ځي


د پاکستان قبایلي سیمې خېبرايجنسۍ نه د پارلمان غړی شاجي ګل ویلي نن (دوشنبې يا ګل ورځ) به د قبایلي سیمو خلک د خېبر ايجنسۍ نه د احتجاج په توګه اسلام اباد ته روانیږي. د قبایلي سیمو خلک په خپلو علاقو کې د فاټا اصلاحات زر تر زره عملي کول غواړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويلي، د ټولو قبايلي سيمو نه د هر عمر ځوانان او مشران اسلام اباد ته په احتجاجي لاريون کې برخه اخلي. ښاغلي ګل ویلي ٫٫ په دغه احتجاج کې یو شمیر سیاسي ګوندونو لکه عوامي نيشنل ګوند، د خېبرپښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک، جماعت اسلامي، قامي وطن پارټۍ، پاکستان پيپلز پارټۍ او جمعيت علما اسلام (س) ډلې د ملاتړ باور ورکړی دی.٬٬

د قبایلي سیمو پارلیماني غړو د تېرې مياشتې راهسې په فاټا کې د احتجاجي لاریون دپاره کمپاېن پېل کړی او مختلفو علاقو ته هم ورغلی وو. نوموړي د نهم اکتوبر نېټه ورکړې وه او خبرداری يې ورکړی وو که حکومت د نهم اکتوبر پورې د فاټا اصلاحات عملي نکړه نو دوي به اسلام اباد ته د احتجاج په توګه لاریون وکړي.

د احتجاج کونکو لوې غوښنې

  1. په قبایلي سیمو کې د سپريم کورټ او هايکورټ رسايي
  2. د کال ۲۰۱۸م په انتخاباتو کې قبايلي سیمو ته د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې نمائندګي ورکول
  3. په اېن اېف سي اېوارډ کې قبایلي سیمو ته پوره برخه ورکول

د جنوبي وزيرستان نه د پارلمان استازی او د سرحدي او قبايلي چارو وزيرمملکت غالب خان وزير بیا ویلي، دغه قبايلي مشران په احتجاج خلک بدګمانه کوي. هغه ویلي حکومت د فاټا اصلاحاتو پرېکړه کړې ده.

خو شاجي ګل وايي غالب خان به هم دغه خبره کوي او دا يې حق جوړيږي ځکه چې هغه وزير دی او د حکومت استازيتوب کوي خو ښاغلي شاجي ګل ګیله کړی غالب وزیر لومړی قبايلي وزير دی او پکار وه ٫٫غالب خان٬٬ اول د قبايلو خبره کړي وی.

شاجي ګل وويلي د فاټا په اصلاحاتو کې يواځينی خنډ مولانافضل الرحمان دی او زیاتوي د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډول د صوبې د امنيت دپاره هم ډېرمهم دي او اوس ټول په دې خبره پوهه شوي هم دي.

د کال ۲۰۱۵م د نومبر په میاشت کې هم د قبايلي سیمې پارلماني استازو او سياسي ګوندونو د سيمې په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو دپاره احتجاجي لاريون کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG